فاسټ نېشنل يونيورسټۍ کښې د بزنس انکيوبينشن ټرننګ پرانسته شوې

د سائنس او ټيکنالوجۍ لپاره د خېبرپښتونخوا وزيراعلي خصوصي مرستيال کامران بنګش په فاسټ نېشنل يونيورسټۍ کښې د بزنس انکيوبينشن ټرننګ پرانسته کړې ده۔

په دغه موقع کامران بنګش ويلي د وړومبۍ ورځې نه د قبائلي ضلعو په ترقۍ کښې دلچسپي ساتو او د آئي ټي په مد کښې د قبائلي ضلعو لپاره نوي موقعي لټوؤ او غواړو چې د آئي ټي له لارې ځوانان په اقتصادي توګه مضبوط کړو۔

د کامران بنګش پي ار او رياض غفور ترمخه انکيو بيشن سنټر په بنيادي توګه د کمپيوټر او آئي سره تړلي زده کونکو لپاره يو داسې ماحول ورکوي څوک چې يو آئيډيا راوړي او هغۀ عملي کړې او بيا پرې په مارکيټ کښې يو څه څيز خرڅولې شي۔

هغۀ وويل د بزنس انکيوبيشن ټرننګ نه به شاوخوا ديرش فيصده زنانۀ ګټه واخلي او  د دې له لارې به زده کونکو ته د انټرپرينورشپ په اړۀ تربيت هم ورکولې شي۔

کامران بنګش ويلي زمونږ مشن دې چې ځوانان د جديد ټيکنالوجۍ سره آشنا کړو ، د آئي ټي ترقۍ لپاره په پرائيوټ او نړيواله کچ کار روان دے۔

هغۀ په خپلو خبرو کښې زياته کړۀ قبائلي ضلعو کښې به هم انکيوبيشن سنټر جوړولې شي او د کومې لپاره چې به د قبائلي ضلعو يونيورسټو ته ګرانټ ورکولې شي۔

Show More

Related Articles