بي آر ټي منصوبے لپاره د چين نه درې سوه شپيته سائيکلې پيښور ته رارسيدلي

پېښور کښې روان ترقياتي منصوبے بي آر ټي لپاره د چين نه درې سوه شپيته سائيکلې پيښور ته رارسيدلي دي۔

د ځو په نامه راغلي دغه د کمې کرايې سائيکلې به په بي آر ټي سفر کونکي خلک استعمالوي د کومې حفاظت لپاره چې په سټيشنونو کېمرې لګولې شوي دي۔

د ټرانزټ وياند نعمان منظور ترمخه د ځو سائيکل په ټائرونو کښې هوا نشته او د خاص سولډ ربړ تائز نه جوړ شوي ټائزونو هر څومره بوج زغملې شي نه خو به دا ټائرونو مسافرو ته په لاره کښې پنکچر کيږې او نه به په اوبو کښې خرابيږي۔

هغۀ وويل د چېنچ نشتوالي په وجه سائيکل کښې د مسافر کپړو نښتو ويره هم نشته او دا چې دا سائيکلې زنانۀ او نارنيه دواړو استعمالولې شي خو ولي ډير ګټه ترې زده کونکې او ملازمات کونکي کسان اخستلې شي۔

څرګنده دي وي چې بي آر ټي منصوبه د تحريک انصاف تېر صوبائي حکومت کښې شروع شوي او تراوسه د يو شمير تاريخونو  باوجود سر ته ونۀ رسولې شوۀ۔

Show More

Related Articles