پېښور: اسمبلۍ مخې ته د ډاکټرانو او پيراميډېکس سټاف احتجاجي دهرنا روانه ده

د حکومت نوې پاليسۍ په ضد د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ مخې ته د ډاکټرانو او پيراميډېکس سټاف احتجاجي دهرنا روانه ده۔

دغه دهرنا نن سحر د ليډي ريډنګ هسپتال نه شروع شوې کومه چې ورسته د اسمبلۍ ودانۍ مخې ته غځولې شوے ده۔

د دهرنے له وجې مين جي ټي روډ د هرډول تګ راتګ لپاره  بند شوې چې له وجې يي حاجي کيمپ اډې او حيات آباد ته تلونکې  خلک د سختو ستونزو سره مخ دي۔

څرګنده دي وي چې د خېبرپښتونخوا ټولو ضلعو کښې د شپاړس ورځو راهسې ډاکټران، نرسان او پيرميډيکل سټاف د  آر ايچ اے او ډي ايچ اے نومې نوې قانون په ضد احتجاج باندي دي۔

بلخوا  د ډاکټرانو ذرائعي وايي چې د دې ورسته ډاکټران د اسلام آباد په لور لانګ مارچ کوي او هلته به خپل احتجاج ريکارډ کوي۔

Show More

Related Articles