اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزئي شانګله کښې په احتجاج هرکلي شوي

مقامي کسانو وئيلي دي چي د سيمي اولس د اطلاعاتو صوبائي وزير ته ډېر غصه کښې وو ځکه چي د يوي هفتي تيريدو ورسته نن شوکت يوسفزئي د وژلي شوي تعليم آفسر دعا ته راغلے وو

شانګله کښې قهر جن طالبعلمانو او مقامي خلقو د اطلاعاتو صوبائي وزير شوکت يوسفزئي پرضد نعري وهلي او احتجاج کولو سره ئي سيمي نه بيرته په تلو مجبوره کړېدي۔

څرګنده دے وي چي شوکت يوسفزي پالس کوهستان کښې يوه هفته وړاندي وژلي شوي ضلعي تعليم آفسر نواب علي خان دعا ته نن خپلي پلارني سيمي شانګلي ته ورغلي خو چي څه رنګ د چکيسر بازار ته ور داخل شو نو وړاندي نه موجود طالبعلمانو او مقامي خلقو خپله ولقه کښې اغستے او پرضد ئي سخت احتجاج اوکړو او په تيخته ئي مجبوره کړو۔

ورسته پوليس صوبائي وزير په خپل حصار کښې د احتجاج نه په محفوظه طريقي سره وستلي دے۔

ټي اين اين سره خبرو کښې مقامي کسانو وئيلي دي چي د سيمي اولس د اطلاعاتو صوبائي وزير ته ډېر غصه کښې وو ځکه چي د يوي هفتي تيريدو ورسته نن شوکت يوسفزئي د وژلي شوي تعليم آفسر دعا ته راغلے وو۔

مقامي خلقو وئيلي چي صوبائي وزير د شانګلي ضلعي سره تعلق لري خو له دے باجود د قتل کيس کښې ئي دلچسپي نه ده لري او ملزمانو نيولو دپاره ئي خپل کردار نه دے ادا کړے۔

قهرجن مظاهره چيانو د صوبائي حکومت او پوليس پرضد هم نعري وهلي دي او حکومت نه ئي د وژلي شوي پالس کوهستان تعليم آفسر قتل کښې ککړ ملزمانو نيولو غوښتنه کړېده۔

څرګنده دي وي چې شپږ ورځې وړاندې د کولئي پالس کوهستان ډي اي او نواب علي خان نامعلومه کسانو په خپل دفتر کښې قتل کړې وو او بيا دغه ملزمان په تيښته کښې کامياب شوي وو چې تراوسه پورې ملزمان نه دي ګرفتار کړې شوي۔

Show More

Related Articles