خيبر پښتونخوا کښې دري مياشتو کښې ډينګي مريضانو شميره پنځه نيم زره ته رسيدلي ده

دے نه علاوه سوات کښې څلور سوا اووه پنځوس، مانسهره کښې دري سوا پنځويشت، کوهاټ کښې دوه سوا اووه نوې، مردان کښې دوه سوا اووه څلويخت، نوښار کښې يو سل اووه اويا

خيبر پښتونخوا کښې تيرو دري مياشتو کښې د ډينګي وائرس نه متاثره شوي مريضانو شميره پنځه نيم زره ته رسيدلي ده۔ د پراونشل ډينګي يونټ رپورټ ترمخه پيښور کښې ټولو نه سيوا کسان ډينګي نه متاثره شويدي چي شميره ئي دوه زره دوه سوا شپږ شپيته ده۔

دے نه علاوه سوات کښې څلور سوا اووه پنځوس، مانسهره کښې دري سوا پنځويشت، کوهاټ کښې دوه سوا اووه نوې، مردان کښې دوه سوا اووه څلويخت، نوښار کښې يو سل اووه اويا، خيبر کښې يو سل دوه اتيا، کوز دير کښې يو سل دري ديرش، شانګله کښې يو سل څلور اويا، بونير کښې يو اتيا، باجوړ کښې يو نوي، ايبټ اباد کښې يو سل اووه ديرش، بټګرام کښې يو سل اووه څلويخت، هري پور کښې دوه سوا نهه، چارسده کښې پنځه څلويخت، ډېره اسماعيل خان کښې اته اويا، لکي مروت کښې څلور ديرش، هنګو کښې يولس، کوهستان کښې اووه، ملاکنډ او او بره دير کښې شپږ، مومندو، کرمه او کرک کښې دري دري کيسونه رامخي ته شوي۔

بل لوري ته چترال، تورغر، اورکزئي، شمالي او جنوبي وزيرستان د ډينګي وائرس نه محفوظه دي۔

د روان کال اګست مياشتي نه اوسه پوري پنځه زره دري سوا ديرش کسانو علاج شويدي او ډسچارج کړے شوي او دا چي يو سل يو کم اتيا نوي مريضان هسپتالونو کښې داخل کړۓ شويدي کوم چي اوسه پوري يوشت اوسه پوري فارغ کړے شوي۔

ټي اين اين سره خبرو کښې د ډينګي فوکل پرسن ډاکټر احمد وئيلي دي چي دوي د ډېنګي مخنوي دپاره ګرپونه جوړ کړي کوم چي د ډينګي مخنوي دپاره کور په کور ګرځي او اولس کښې په دے اړه پوهه راولي۔

Show More

Related Articles