لکي مروت کښي د پوليو نوي کيس رامخے ته شوي ،بابر بن عطا استعفي ورکړي

لکي مروت کښي د درے مياشتو ماشوم کښي د پوليو کيس رامخے ته شويدي،ولي بلخوا د پوليو مخنيوي له پاره د وزيرا عظم خصوصي مرستيال بابر بن عطا د خپلي څوکئ نه استعفي ورکړي ده۔

بابر بن عطا د ټوئټر د لارے وئيلي دي چي دوي په ذاتي وجي استعفي ورکړي ده۔

دوي زياته کړي ده چي دوي خپل ډيري هڅي کړئ چي د پوليو د مخنيوي له پاره يو سازګار ماحول جوړ کړي او بله دا چي ډير زر به يو کال سټر هم پرانستي شي په کوم کښي چي به والدينو ته د پوليو څاڅکو د اعتراض په حواله د پښتنو جوابونه ورکولي شي۔

ايمرجنسي آپريشن کور ارډينيټر د عبدالباسط تر مخه دا کيس د سرائے نورنګ ضلعي لکي مروت کښي رپورټ کړي شوي دي متاثره شوي ماشوم ته حفاظتي ټيګي نه دي لګولي شوي او د ده نموني ليبارټري ته د ټيسټ له پاره ليګلي شوي وي په کوم کښي چي ماشوم کښي د پوليو وائرس تصديق شوي دي.

د کورارډينټر وينا ده چي دا د يو کورنه دويم ماشوم دي چي د پوليو ښکار کېږي.

د اي او سي  عبدالباسط وينا ده چي د پوليو ويکسين هر لحاظ سره محفوظه دي او والدين دي د دروغو ګنګوسي ته غوږ نه نيسي.د خيبر پښتونخوا نه د پوليو وائرس ختمولو له پاره هرماشوم ته د پوليو څاڅکي رسيدل لازمي دي۔

ياده دي وي چي روان کال دا خيبر پښتونخوا کښي د پوليو څلور پنځوسم کيس رامخے ته شوي دي۔

Show More

Related Articles