ټانګ کښي د وژلي شوي دولس کسانو کورنو کامياب مذاکراتو روسته احتجاج ختم کړي

ټانک کښي تيره ورځ د وژلي شوي دولس کسانو کورنو خپل احتجاج د کامياب مذاکراتو روسته ختم کړي دي۔

ياده دي وي چي ټانک کښې د دوه ډلو ترمينځ ډزو پيښه کښې يولس کسان مړه او دوه ژوبل شويدي۔ پوليس وائي چي پيښه تيره ورځ ملازئي تهاني په حدودو کښې رامخي ته شويده چرته چي ړومبئ وار کښې د زاتي دښمني په ترس کښې د اشتهاري ملزم انعام مروت ډلي دوه کسان شربتي روډ باندي په ډزو وژل شويدي۔

زريعي وائي چي اطلاع ترلاسه کيدو سره سم انعام ګروپ د خپلو مسلح کسانو سره اماخيل کلي کښې د ډيزلو ايجنسي کښې موجود کسانو باندي ناتاره ډزي کړې او بيټني قبائلو دوه کسان ئي وژلي دي۔

له دے ورسته انعام ګروپ وړاندي تلو سره دره بين روډ باندي د مسافرو فلائينګ کوچ باندي ډزي کړي د بيټنئ قبيلي نهه کسان ئي د ګاډي دننه وژلي دي۔

پيښي کښې ژوبل شوي کسان علاج دپاره ضلعي هيډ کواټر هسپتال ته رسولے شوي ولي هسپتال کښې د سهولياتو کمي له امله د ژوبل کسانو ورثاو هسپتال دننه احتجاجي مظاهره کړيده۔ روسته د پوليس او د عسکري چارواکو سره ي مذاکرات هم شوي کوم چي ناکامه شوي او نن د مړه شوي کسانو کورنو مړي د هسپتال نه اوچت کړي او ټريفک چوک کښي ايښودو سره دهرنا شروع کړي او د ښار ټول کاروباري مرکزونه بند کړي شوي د کومے په وجه چي پوليس هم د څه بدي پيښي مخنيوي له پاره ښار په ټولولارو درنه نفري لګولي ۔

د زريعو وينا ده چي د احتجاج کونکو مشري د جے يو آئي ايم پي اے محمود احمد خان بيټني، پخواني ايم مپي اے غلام قادر بيټني او د جميعت علما اسلام ف پخواني ضلعي امير مولانا اشرف الدين کوله۔

دوي غوښتنه کوله چي د انعام ګينګ دي په سمدستي توګه اونيولي شي او تر څو چي قاتلان نه وي نيولي شوي  تر هغي پوري به د دوي احتجاج به دوام لري۔

ولي بلخوا د ټانک بيټني قبيلي او د انتظامي ترمينځ کامياب مذاکرات شوي دي دهرنا ختمه کړي شوي ده۔

ډي آئي جي کيپټن ريټائرډ فيروز شاه او ډپټي کمشنر د انعام الله ګروپ پنځم اکتوبر پوري د نيولو باور ورکړي اود جرګے د فيصلے ترمخه به د انعام الله کور هم ړنګولي شي۔

Show More

Related Articles