ريګي کښې غيرقانوني ښکار د مرغو او ځنګلي ځناورو نسل ختميدو سره مخ کړې

سي جے محمد الياس

د پېښور ريګي خلکو انديښنه ښکاره کړې چې د غيرقانوني ښکار له وجې په سيمه کښې د يو شمير مرغو او ځنګلي ځناور نسل د ختميدو سره مخ کيدې شي۔

د مقامي تن فواد خان ترمخه ريګي کښې د ښکار کولو رواج عام شوې خلک هر ورځ ريګي قبرستان کښې په لويه پيمانه د مرغو ښکار کوي چې له وجې يي په راتلونکي وخت کښې د مرغو يوشمير نسلونه ختميدې شي۔

ټي اين اين سره خبرو کښې فواد خان وويل د پېښور زرعي پوهنتون شاه اړخ ته د پلوسۍ په روډ په ګڼو ونو مشتمل يو لوې قبرستان موجود دے چې پکېښې د يو شمير ځنګلي ځناور ترڅنګ ځنګلي مرغي هم ژوند کوي او پرې د ښکار نه کولو بورډ لګول شوې خو ولي بيا هم خلک په غيرقانوني توګه ښکار کوي چې له وجې يي د برګو تيترو، بټېرو، خارونو، کوئل او نور مرغو  په نسلونو کښې کمې راغلے دے۔

يو بل مقامي تن کاشف وايي ريګي قبرستان ته د ښکار لپاره د بهر خلک هم راځي او دلته د ځنګلي سويو ښکار کوي همدغه وجه ده چې اوس دلته دمخکښي په نسبت د ځنګلي سويو  نسل د کمي سره مخ شوے دے۔

پنځه څلويښت کلن مجاهد د ځنګلاتو محکمې نه غوښتنه کوي چې بايد هغوي د ځنګلي ځناور او مرغو ژوند ته پاملرنه وکړي ولي چې د  غير قانوني ښکار له وجې د برګو تيترو سره سره د تورو تيترو نسل هم ختم شوے دے۔

دوي ويلي د ماحول ښکلا او متوازن ساتلو لپاره د ځنګلي ځناورو  ژوندي پاتي کيدل ډير مهم دي نو ځکه په ريګي کښې د ځنګلاتو محکمې په ښکار  کولو بنديز لګولے خو ولي بيا هم هر کال د غير قانوي ښکار په وجه د زرګونو په شمير ځنګلي ځناور او مرغۍ وژلے کيږي چې ورسره د مرغو شور په کميدو  قدرتي ښکلا پيکه شوې ده۔

Show More

Related Articles