پاکستان څلور مياشتې نور ګرے لسټ کښې ساتلو فېصله شوې

فنانش ايکشن ټاسک فورس (ايف اے ټي ايف) پاکستان د راتلونکي کال فرورۍ مياشت پورې په ګرے لسټ ساتلو فېصله کړې ده۔

د فرانس سرښار پيرس کښې شوې غونډه کښې د ايف اے ټي ايف صدر ويلي که چرې پاکستان د فرورۍ دوه زره شلم کال پوري د مني لاڼډرنګ او ترهه ګرو په ضد کوټلي ګامونه پورته نکړل نو انديښنه چې بليک لسټ کښې واچول شي۔

هغه ويلي نوي حکومت تردې دمه مني لانډرنګ او د ترهه ګرو سره د مالي مرستې په اړه تر څه حده کار کړې خو ولي پاکستان ته اوس هم د نور ګامونو پورته کولو ضرورت دے د کومې لپاره چې پاکستان له د راتلونکي کال فروري مياشت پوري نور وخت ورکولې شي۔

په ډاګه دوي چې د اکتوبر ديارلسمې نېټې نه شروع  د ايف اے ټي ايف په غونډه کښې د پاکستان له اړخه  د اقتصادي چارو وفاقي وزير حماد اظهر په مشرې کښې  پنځه کسيزه ډلې ګډون کړے دے۔

ياده دي وي چې له دې وړاندې کال دوه زره دولسم نه تر دوه زره پنځلسم پورې هم پاکستان ايف اے ټي ايف واچ لسټ کښې شامل شوے ؤ۔

Show More

Related Articles