حکومت د آزادي مارچ مخه نيولو لپاره د موټروے او جي ټي روډ بندولو فېصله کړې

د خېبرپښتونخوا حکومت د مولانا فضل الرحمان آزادي مارچ مخه نيولو لپاره  ديرشم اکتوبر  نه د موټروے او جي ټي روډ بندولو فېصله کړې ده۔

د ذرائعو ترمخه صوبائي حکومت د آزدي مارچ مخه نيولو لپاره منصوبه بندي جوړه کړې چې ترمخه به يي د مظاهرچيانو مخه نيولو هر ډول مکمن هڅه کولې شي۔

ذرائعي وايي صوبائي حکومت غواړي په صوبه کښې دننه د مارچ ګډونوالو مخه ونسي د کومې لپاره چې هغوئ د سيکورټي اهلکارو چوټيانې هم ځنډولې او د موټروے او جي ټي روډ بندولو فيصله يي هم کړې ده۔

بلخوا د اطلاعاتو صوبائي وزير شوکت يوسفزي ويلي چې مونږ د مذاکراتو لپاره تيار يو خو ولي مولانا ته به کله هم د اړي ګړي جوړلو اجازات ورنکړو۔

هغۀ وويل که چرې دوي په امنه توګه مارچ کوي نو حکومت به اجازات  ورکړې خو ولي که چرې زور زبردستي ښائي نو قانون به په حرکت کښې راځي۔

بلخوا دا هم د يادوني ده چې تيره شپه پيښور کښې د ال پارټيز کانفرنس په مهال د جمعيت علماءاسلام صوبائي مولانا عطا الرحمان ويلي که چرې د صوبائي حکومت لخوا په کارکنانو تشدد وشه نو په ضد به يي د پښتون رواج ترمخه ځواب ورکولي شي۔

Show More

Related Articles