ورډ آف ګورنر هيلت کيئر کميشن چيئرمين په کار کښي دمداخلت په وجه د خپلي څوکۍ نه استعفي ورکړي

د بورډ آف ګورنر هيلت کيئر کميشن چيئرمين ډاکټر رحمان د خپلي څوکۍ نه استعفي ورکړي ده۔

ډاکټر رحمان  خپله استعفي د خيبر پښتونخوا چيف سيکرټري ته ليږلي ده په کومه کښي چي وئيلي شوي چي د صحت محکمے لخوا د دوي په کار کښي مداخلت کيږي د کومے په وجه چي دوي د احتجاج په توګه استعفي ورکړي ده۔

د خط متن ترمخه ډاکټر رحمان ليکلي دي چي د صحت محکمے د مداخلت په وجه د کميشن معاملات متاثره کيدل۔

د زريعو ترمخه ډاکټر رحمان نه وړاندے هم د ګورنر هيلت کيئر کميشن درے ممبرانو استعفي ورکړي ده۔

بل اړخ ته د صحت محکمے وضاحت ورکړي چي پخواني سي اي او ډاکټر رحمان په ضد د بے ضابطګو پلټني مکمل کړي شوي دي د کومے په ضد چي دوي د تسلي وړڅه ګام يا جواز هم  نه دي وړاندے کړي ۔

د صحت محکمه وائي چي بورډ آف ګورنر ارکانو د چيئرمين د ناقصه کارکردګئ په حواله خط هم ليکلي او د خط په بنياد بورډ آف ګورنر ممبرانو استعفي ورکړي ۔

Show More

Related Articles