لکي مروت کښي د پوليو دوه نور کيسونه رپورټ شوي

لکي  مروت سرائے نورنګ تحصيل کښي د پوليو دوه نور کيسونه رامخے ته شوي دي چي ورسره روان کال په خېبر پښتونخوا کښي د پوليو کيسونو شميره شپږ پنځوس  ته رسيدلے ده۔

ايمرجنسي آپرشن سنټر د رپورټ ترمخه د پوليو وائرس نه متاثره شوي اووه کلنه ماشومه او د يوشت مياشتو ماشوم شامل دي څوک چي د سرائے نورنګ تحصيل اوسيدونکي دي۔

اي او سي ترمخه دواړو متاثره ماشومانو ته د پوليو څاڅکي نه دي ورکړي شوي۔ او دا چي د دوي نمونے په ليبارټري کښي ټسټ شوي په کوم کښي چي د پوليو وائرس پخلي شوي دي۔

بل خوا د اي او سي رپوړت ترمخه د بلوچستان هرنائي ضلع کښي هم يولس کلن ماشوم کښي د پوليو وائرس تصديق شوي دي۔

Show More

Related Articles