شوکت يوسفزے: مولانا فضل الرحمان ملک د لوې پيښې ښکار کول غواړي

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي ويلي چي مولانا فضل الرحمان ملک د لوې پيښې ښکار کول غواړي۔

شوکت يوسفزي خپل يو وډيو پيغام کښي وئيلي دي چي مولانا فضل الرحمان د دهرنے لوې زيان به د کشمير کاز ته رسيږي دوي له پکار دي چي په خپله فيصله بيا نظر واچوي۔

هغه ويلي چي د مولانا د آزادي مارچ له وجي د کشمير شخړه شاته شوي کوم چي کشميريانو سره زياتي دي کوم چي د مودي خوښه وه او مولانا فضل ورله پورا کړي دي۔

صوبائي وزير ويلي چي وزير اعلي محمود خان د امن و قلاري لپاره په وزيرانو مشتمله کميټي هم جوړه کړي کومه به چي اپوزيشن سره رابطي کوي۔

دوي ويلي چي د جے يو آئي مقامي رهنما سينټر حاجي غلام علي او صوبائي ترجمان حاجي جليل جان سره يي رابطه کړي ده ولي په قامي کچ جوړه کړي شوي کميټي د جے يو آئي په شمول ټول  د اپوزيشن مرکزي رهنماو سره رابطه کړي ۔ مولانا فضل الرحمان د ملک معاملات په سمولو کښي سنجيده نه دي او ملک کښي اړي ګړي غواړي او دوي د خپل شکست انتقام اخلي۔

دوي وئيلي چي خيبرپښتوخوا وړاندے د ترهه ګري نه زپلي شوي ده او داسي قسم دهرنا په دے وخت ښه نه شي ګڼلې کيدي۔

Show More

Related Articles