افغانستان په طورخم سېوا کسټمز ډيوټي د تجارت په لار کښې خنډ بللے

افغانستان پاکستان ته راتلونکي مېوؤ او نور منصوعاتو باندې د سېوا کسټمز ډيوټي د تجارت په لار کښې خنډ بللے دے۔

دې لړ کښې افغان ډلې سرحد چيمبر آف کامرس سره غونډه کښې ويلي که چرې د پاکستان او افغانستان په شريکه پوله طورخم د منصوعاتو د ډيوټۍ تعن واک د پولې سره تړلې کلکټرانو ته ورکړل شي نو هېله ده چې په تجارت کښې اضافه رامخې ته شي۔

افغان وفد پاکستان ته وړاندېز ورکړې چې افغان ټرکونو ته دې د پېښور نه تر کراچۍ پورې د ترسېل اجازت ورکړې شي چې افغان حکومت هم د پاکستان ټرکونو ته د کابل نه تر مېنځۍ اېشيا پورې د ترسېل سهولت ورکړي۔

څرګنده دي وي د روان کال اګست په دويم هفته کښې وزيراعظم عمران خان د طورخم پوله د څلريشت ساعتونو لپاره د پرانستو فېصله کړې ؤ  په کومه چې د سوداګرو رورولۍ د خوښې اظهار کړې ؤ او ويلي ئې ؤ چې د حکومت دې ګام سره به د پولې دواړۀ پله تجارت وده ميلاؤ شي۔

Show More

Related Articles