خېبرپښتونخوا: يوولس ضلعو کښې د پولېو مخنيوي پنځه ورځنې مهم شروع شوے

خيبر پښتونخوا کښي د پوليو کيسونو کښي انديښمن سيوالي روسته په يولس ضلعو کښي د پوليو مخنيوي پنځه ورځني خصوصي مهم شروع  شوے دے۔

پوليو ايمرجنسي آپريشن سنټر ترمخه د پوليو مخنيوي مهم په ايبټ آباد،بټګرام،هري پور،کوهستان(بره،کوز کوئي پلاس)،مانسهره،تورغر،شانګله،چارسده او مومند کښي شروع کړي شويدي۔

په دے حواله څلور زره اته سوه پوليو ټيمونه کور په کور ګرځي او ماشومانو ته د پوليو نه د بچکيدو څاڅکي ورکوي۔ په دے کښي څلور زره يوسل دوه شپيته موبائل ټيمونه، څلورسوه اوويشت فکسډ ټيمونه، يوسل دوه اتيا ټرانزټ ټيمونه او درے ديرش رومنګ ټيمونه شامل دي۔مهم نګرانۍ له پاره يو زر يوکم نوي ايريا انچارج هم لګولي شوي دي۔

د دے نه وړاندے پوليو مهم د ډاکټرانو هړتال او د يونين کونسلو د پوليو مخنيوي کميټو نه د بائيکاټ له وجي په څلورم نومبر ځنډولي شوي وو۔اوس د ډاکټرانو هړتال ختميدو روسته د صوبے يولس ضلعو کښي د پوليو مخنيوي مهم شروع  شوے دے۔

د زريعو وينا ده چي روان کال ټوله خيبر پښتونخوا کښي د پوليو څلور شپيته کيسنونه رامخے ته شوي دي۔ او په خصوصي توګه لکي مروت او بنو ضلعي د پوليو کيسونو په لحاظ سره سرفهرست دي۔

Show More

Related Articles