لاهور کښې د وکيلانو په تشدد يو شمير کسان ژوبل شوي

د لاهور پنجاب انسټيټوټ آف کارډيالوجي کښې وکيلانو د اړي ګړي په وجه هسپتال کښې يو شمېر کسان ژوبل شوي خو ولي د ګرينډ هيلت الائنس چئيرمين ډاکټر سلمان حسيب ترمخه د وکيلانو د پرتشدد مظاهرے په مهال څلور مريضانو ژوند د لاسه ورکړے دے۔

دغه وکيلانو تور لګولے چې تېره ورځ وائرل شوي ويډيو کښې ينګ ډاکټران د وکيلانو پسې ټوقې کړي په کومه چې دوي په سوشل ميډيا مهم هم چلولے دے۔

په دې موقع د پنجاب د اطلاعاتو وزير فياض الحسن چوهان هسپتال ته رسيدلے او په هغه هم د وکيلانو لخوا د تشدد شوے دے۔

ذرائعي وائي په پېښه د پنجاب وزيراعلي پشمول وزيراعظم عمران خان د نوټس اخستو سره د پرتشدد کسانو په ضد د قانوني کارروايۍ هم ورکړے دے۔

بلخوا د خېبر پښتونخوا بار کونسل په وينا د ټولي صوبي په کچ د وکيلانو هړتال نن په دريمه ورځ هم دوام لري چې له وجې ئي په دريمه ورځ هم د عدالتونو کارروائي د ځنډ ښکار شوې ده۔

هړتال کونکي وکيلان غوښتنه کوي چي ضابطه ديواني کښې تراميم او د نارکاټيکس ايکټ په حقله فيصله دي واپس واخستلے شي او که چري د هغوي غوښتنې پوره نه شوې نو د دسمبر د دولسمې نېټې څخه به په ټوله صوبه کښې احتجاجي لړي شروع کړي۔

Show More

Related Articles