ايف آئي اے د بي آر ټي منصوبے پلټني شروع کړي

وفاقې تحقيقاتي اداري (ايف آئي اے) د پيښور بي آر ټي يعني بس ريپډ ټرانزټ منصوبي انکوائري شروع کړي او له دے پلټنو دپاره خصوصي ټيم جوړ کړے شوے۔

پيښور هائي کورټ احکاماتو لاندي وفاقي تحقيقاتي اداري د پاکستان تحريک انصاف په تير صوبائي حکومت کښي شروع کړے شوي لوئي منصوبي پلټنو آغاز وي۔

د ايف آئي اے بدعنواني سيل يو اسسټنټ ډائريکټر په مشري کښي ټيم جوړ کړے شوے او له دے ټيم نګراني به د ايف آئي اے ايډيشنل ډائريکټر کوې۔

ميډېا سره خبرو کښې ايف آئي اے پيښور ايډيشنل ډائريکټر ميا سعيد وئيلي دي چي له دے منصوبي تحقيقاتو دپاره که چيرته ضرورت پيښ شو نو د ټيکنيکل ماهرينو خدماتو هم ترلاسه کيدلي شي۔

پيښور هائي کورټ څو ورځي وړاندي خپله تفصيلي فيصله کښې وفاقي تحقيقاتي اداري ته وئيلي وو چي بي آر ټي منصوبي پلټنئ دے پنځه څلويښت ورځو کښې سرته ورسولے شي۔

صوبائي حکومت په دے اړه دريځ لري چي دې معامله باندي به سپريم کورټ ته رجوع کولے شي ځکه چي دے منصوبه باندي سپريم کورټ وړاندي نه نيب ته حکم امتناعي ورکړې وه۔

څرګنده دي وي چې بي آر ټي منصوبه د پاکستان تحريک انصاف تېر صوبائي حکومت کښې شروع شوې وه او په هغه وخت وزيراعلي پرويز خټک  دعوي کړې چې منصوبه به شپږ مياشتو کښې سر ته رسولے شي خو ولي تراوسه دغه منصوبه مکمل نه کړې شوه۔

Show More

Related Articles