د صوبي دوه ويشت زره موليانو او اقليتي مشرانو ته به مياشتنې وظيفي ورکولے شي

د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان په مشرئ کښې د صوبے ټولو موليانو ته او د اقليتو مذهبي پيشواو، ته د ماهانه وظائف ورکولو په اړه غونډه شوي

د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان وئيلي چي په صوبه کښې ټول يوويشت زره نهه سوه يو اتيا جوماتونو موليانو او دوه سوه دري نوي د اقليتو مذهبي مشرانو ته به وظائف ورکولے شي۔

د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان په مشرئ کښې د صوبے ټولو موليانو ته او د اقليتو مذهبي پيشواو، ته د ماهانه وظائف ورکولو په اړه غونډه شوي۔

اجلاس کښې وئيلي شويدي چي مذهبي مشرانو ته به ماهانه لس زره روپئ ميلاويږي،او دا چي د وظائف په فراهمي باندي به سالانه دوه اعشاريه دوه شپيته اربه روپئ لګښت راځي۔

د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان محکمه خزانه او اوقاف ته په يو هفته کښې دننه د چيکونو د تقسيم کار حوالے سره هدايات ورکړې۔

غونډه کښې وئيلي شوي چي د ائمه تعين او وظائف اجرا به د متعلقه اسسټنټ کمشنرانو په ذريعه کولے شي۔

Show More

Related Articles