ضابطه ديواني مقدماتو کښې بدلون پيښور هائي کورټ کښې چيلنج کړے شوي

عدالت ته استدعا کړي چي صوبائي حکومت ضابطه ديواني کښي کړي تراميم دي کالعدم وو ګرځولے شي، ځکه چي دے فيصلي به هائي کورټ باندي د کيسونو بوج سيوا شي

خيبر پښتونخوا حکومت د لورې ضابطه ديواني مقدماتو کښې بدلون پيښور هائي کورټ کښې چيلنج کړے شوي، وکيلان دريز لري چي له دے ترميم ورسته به هائي کورټ کښې د کيسونو شميره سيوا شي او جيلونه به ملزمانو نه ډک شې۔

صوبائي حکومت د لوري ضابطه ديواني مقدماتو کښې ترميم ايډوکيټ فاروق آفريدي پيښور هائي کورټ کښې چيلنج کړي۔ درخواست ګزار دريز خپل کړي چي حکومت ضابطه ديواني کښې غير ضروري بدلون کړے، کوم کښې چي به ګواه خپل بيانات د عدالت په ځي د کميشن وړاندي ريکارډ کوې۔

درخواست ګزار رټ کښې عدالت ته استدعا کړي چي صوبائي حکومت ضابطه ديواني کښي کړي تراميم دي کالعدم وو ګرځولے شي، ځکه چي دے فيصلي به هائي کورټ باندي د کيسونو بوج سيوا شي۔

رټ کښې صوبائي حکومت، سيکرټري قانون او پرنسپل سيکرټري خيبر پښتونخوا فريق جوړ کړے شويدي۔

څرګنده دے وي چي خيبر پښتونخوا کښې د دري ورځو راهسي وکيلان په هړتال دي او غوښتنه کوې چي ضابطه ديواني او خيبر پښتونخوا کنټرول آف نارکاټکس ايکټ کښې شوي بدلون دے بيرته واغستل شې۔

Show More

Related Articles