سوات کښې د مراد سعيد مد مقابل او لکي مروت کښې نامتو شاعر افګار بخاري وژل شوي

فيرو شاه ايډوکيټ تير عام انتخاباتو کښې د پاکستان تحريک انصاف رهنما مراد سعيد په مقابله کښي د اين اے څلور نه د مسلم ليګ (ن) اميدوار وو

د سوات کبل تحصيل کښې ناڅرګنده کسانو د پاکستان مسلم ليګ (ن) پخواني د قامي اسمبلي اميدوار فيروز شاه ايډوکيټ وژلي او ډزو کښې د هغه ډرائيور سخت ژوبل شويدي۔

د مقامي پوليس ترمخه د مسلم ليګ (ن) رهنما فيروز شاه ايډوکيټ تيره ورځ دمغار سيمه کښې نامعلومه کسانو په ډزو سخت ژوبل کړے وو، څوک چي مرګوني حالت کښې سيدو شريف هسپتال ته رسولے شوي وو ولي د زياتو زخمونو له امله ي هسپتال کښې ساه ورکړي۔

پوليس وائي چي فيروز شاه د ماښام لمونځ ورسته د جومات نه باهر راوتلو چي نښه کړۓ شو، فيرو شاه ايډوکيټ تير عام انتخاباتو کښې د پاکستان تحريک انصاف رهنما مراد سعيد په مقابله کښي د اين اے څلور نه د مسلم ليګ (ن) اميدوار وو۔

لکي مروت کښي صدارتي ايوارډ اغستونکي شاعر وژل شوي

لکي مروت کښې ناڅرګنده کسانو د پښتو ژبي نامتو شاعر ظهور عباس افګار بخاري په ډزو وژلے دي، پوليس وائي چي نامعلومه کسانو د افګار بخاري حجري ته ور ننوتي وو او ډزي ي کړيدي د کومي په ترس کښې چي هغه موقع مړ شويدي۔

پوليس وائي چي مړي سټي هسپتال کښې پوسټ مارټم کولو ورسته ورثاو ته سپارل شوي۔

Show More

Related Articles