هنګوکښي د ډاکټرانو د لاپرواهي له وجي د يونيم کال ماشومه مړه شوي

هنګوکښي د ډاکټرانو د لاپرواهي له وجي د يونيم کال ماشومه مړه شوي ده۔

د پيښے روسته ورثاو مړي په جي ټي روډ ايښودي اود ډاکټرانو پرضد ي احتجاجي مظاهره کړي  او د ډاکټرانو پر ضد ي د مقدمي درج کولو غوښتنه کړي ده۔

د ماشومي کورني ترمخه د دوي د ماشومي سخته تبه او نمونيا وه۔ کومه چي ضلعي هسپتال هنګو ته راوړلي شوي وه، دغه محال ډاکټران په هسپتال کښي موجود نه وو۔ ټيکنيشن انجيکشن لګولو سره ماشومه مړه شوي ده۔

د ماشومي خپلوان شاه زيب وئيلي چي دوي د هسپتال او ډاکټرانو دروازي ټکولي ولي علاج له پاره څوک هم نه دي رواتلي۔

شاه زيب ترمخه چي تر څو پوري د هسپتال ايم ايس او په ډيوټي موجود د نوري عملي خلاف مقدمه نه وي درج نو تر هغي پوري به د دوي احتجاج جاري وي۔

روسته د ډي ايس پي هيډکواټر اسد زبير او ايس ايچ او تاڼا سټي امجد په باور ورکولو احتجاج ختم کړي شوي دي۔

Show More

Related Articles