خيبر پښتونخوا کښي په يو ورځ څلورو ماشومانو کښي د پوليو وائرس تصديق شوي

خيبر پښتونخوا کښي په يو ورځ څلورو ماشومانو کښي د پوليو وائرس تصديق شوي دي۔ د کومے ترمخه چي په صوبه کښي روان کال د پوليو کيسنو شميره دوه اوويا شوي ده۔

د ميډيا رپورټونو ترمخه خيبر پښتونخوا کښي په يو ورځ څلور ماشومانو کښي د پوليو وائرس تصديق شوي د کومے په وجه چي دغه ماشومان ټول عمر له معزوره شوي دي۔

لکي مروت ضلعي کښي درے ماشومانو او ټانک ضلعي کښي يو ماشومي کښي د پوليو وائرس تصديق شوي دي۔ د نوي کسيونو راتلو روسته خيبر پښتونخوا کښي د پوليو کيسونو شميره دوه اوويا شوي ده۔

د لکي مروت ضلعي سرائے نورنګ تحصيل په يو يونين کونسل د تختي خيل سيمي د درے مياشتو يو ماشوم او د يولس مياشتو يوه ماشومه د پوليو ښکار شوي ، ولي لکي مروت دراتنګ يونين کونسل کښي د يولس مياشتو ماشومي کښي د پوليو وائرس تصديق شوي دي۔

پوليو ايمرجنسي آپريشن سينټر ترمخه لکي مروت سره تعلق لرونکي ماشومانو ته د پوليو مخنيوي څاڅکي نه وو ورکړي شوي او په دي کيسونو کښي يوه متاثره ماشومه د انکار کولو والا والدينو ده۔

د دے نه علاوه د اسلام آباد د صحت قامي اداري د دولس مياشتو ماشومي کښي د پوليو وائرس تصديق کړي دي۔

روان کال ټول ملک کښي د پوليو کيسونو شميره اته نوي ته رسيدلي ده۔ په کومه کښي چي خيبر پښتونخوا کښي دوه اوويا، سندھ کښي څوارلس،بلوچستان کښي اووه او پنجاب کښي پنځه کيسونه رامخے ته شوي دي۔

پوليو ايمرجنسي آپريشن پيښور سنټر ترمخه روان کال بنو کښي څليريشت ماشومان او لکي مروت کښي دويشت ماشومان د پوليو وائرس ښکار شوي دي۔ د دے نه علاوه شمالي وزيرستان نه اته، تور غر نه اووه،ډي آئي خان، هنګو او بنو نه دوه دوه او باجوړ، چارسده، خيبر، شانګله او جنوبي وزيرستان نه يو يو کيس رپورټ شوي دي۔

Show More

Related Articles