پي ډي ايم اے د شمالي وزيرستان ضرب عضب آپريشن  متاثرينو ته د نورلس کروړو روپو فنډ جاري کړي

خيبر پښتونخوا کښي د قدرتي افتونو په وخت انتظامي اداري( پي ډي ايم اے) د شمالي وزيرستان ضرب عضب آپريشن  متاثرينو ته د نورلس کروړو روپو د مالي مرستو فنډ جاري کړي دي۔

د پي ډي ايم اے ترجمان لخوا ميډيا ته جاري کړي شوي يو بيان کښي وئيلي شوي دي چي متاثرينو ته جاري کړي شوي د مالي مرستو دا رقم څلور شپيتم قسط دي، کوم به چي هره مياشت د شمالي وزيرستان د پنځلس زره نه سيوا کورنو ته د نغد مالي مرستي په مد کښي ورکولي شي۔ او دا چي يو دوه ورځو کښې به متاثره کورنو ته د سم کارډ په زريعه دغه نغد رقم ميلاويدل شروع کړي شي۔

په دي حواله دثبت خېل پي ډي ايم اے ډائريکټر جنرل پرويز خان وئيلي دي چي کله نه ضرب عضب آپريشن شروع کړي شوي دي نو د شمالي وزيرستان متاثرينو مالي مسلي کمولو له پاره دا مرستي هره مياشت په باقاعده توګه جاري کړي شوي دي، دوي زياته کړي ده چي د مالي امداد نه علاوه متاثرينو ته د مياشتي خوراکي او غير خوراکي سامان هم ورکولي شي۔

Show More

Related Articles