د پېښور حسن خېل سيمې حيثت دې برقرار وساتلے شي

د پېښور پخواني ايف  آر حسن خېل خلکو خپله سيمه د پېښور کوه دامان تحصيل کښې د ضم کولو په ضد احتجاجي مظاهره کړې ده۔

پېښور پرېس مخې ته شوي احتجاجي مظاهره کښې د حسن خيل ډويژن عوامي نېشنل پارټۍ صدر ملک حضرت ګل، ډاکټر عمران آپريدي د سول سوسائټي او زده کونکو تنظيمونو نمائندګانو برخه اخستې ده۔

دوي وئيلي چې څو ورځې وړاندې څه کسانو ځان د حسن خيل ډويژن نمائندګان ښودو سره د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان سره ملاقات کړے او په دغه ملاقات کښې ګورنر دوي ته د حسن خېل ډويژن د پېښور کوه دامان تحصيل کښې ورګډولو باور ورکړے دے۔

احتجاجي مظاهره کونکو وئيلي دوي کله هم خپله سيمه کوه دامان تحصيل کښې ضم کېدو ته تيار نه دي ولي چې حسن خېل ډويژن د رقبے په لحاظ ډېره لويه سيمه ده نو ځکه دې د دغه سيمې خپل حيثت دې برقرار وساتلے شي۔

دوي تور لګولے چې ګورنر د دې ګام له لارې د قبائلي ضلعو اين ايف سي ايواړ برخه او دغه سيمو ته ورکړې کيدونکي فنډون خپل سيمو ته راوباسل غواړي او د قبائلو حق په خپل حلقه کښې ويشل غواړي ۔

دوي وئيلي بايد حکومت د دې عمل نه ډډه وکړي او په دغه سيمه کښې دې د خصوصې فنډ تر سيوري ترقياتي کارونه پيل کړې ګنې عوامي نېشنل ګوند نه د دې عمل په ضد عدالت ته ورځي بلکې په ټوله صوبه کښې د احتجاجي تحريک آغاز وکړي۔

Show More

Related Articles