موبائل سروس: قبائلي اوس هم مطمئن نه دي

ورور به مې اول پي سي او ته ټیلیفون وکړو او ورته به ئي وېل چې سبا په فلانکې وخت به بیا ټیلیفون کوم تاسو مهرباني وکړۍ کورنۍ والا مې راخبر کړې چې پي سي او ته راشي

افتخار خان

حکومت قبائلي سیمو کښې د موبائل او تهري جي سهولت په شروع کولو لاس پورې کړې چې ورته اولس ډېرې مودې نه سترګې په لار وؤ.

دې لړ کښې د وزیراعظم عمران خان په وېنا تیرو څو ورځو کښې باجوړ کښې د انټرنېټ، د خېبرضلعې تیراه سیمه، اورکزو، شمالي او جنوبي وزیرستان کښې د موبائل سروس شروع کړې شوې ولې مينځنۍ کرمه کښې هم موبائل کمپنۍ ته د سروې کولو وېنا شوې ده.

بدامنۍ نه وړاندې بعضې قبائلي سیمو کښې د موبائل سروس موجود وؤ ولې زیات تره علاقې دې یوویشتمه پیړۍ کښې هم د رابطو دې بنیادي سهولت نه محرومه وې. دغه سیمو کښې د بدامنۍ او فوځي اپریشنو چپې سره د رابطو یواځنې زریعې پي ټي سي اېل زیات تره لائنونه هم خراب شوې وؤ چې له وجې به اولس ته رابطو کښې سختې ستونزې رامخې ته وې ځکه چې قبائلي سیمو نه ګڼ شمیر خلک د مزدورۍ لپاره بهر ملکونو کښې مېشته دي او کورنۍ سره رابطې ئي په دغه پی ټي سي اېل لائنونو کولې.

د شمالي وزیرستان میران شاه اوسیدونکې عمران وزیر هم دغه خلکو کښې شامل وؤ، د عمران وزیر ورور سعودي عرب کښې مزدوري لپاره مېشته دې ولې د کورنۍ به ورسره رابطه ډېرې مودې پس او ډیر په ګرانه کېده ځکه چې اپریشن له وجې ټیلیفون لائنونه خراب شوې دي.

“ورور به مې اول پي سي او ته ټیلیفون وکړو او ورته به ئي وېل چې سبا په فلانکې وخت به بیا ټیلیفون کوم تاسو مهرباني وکړۍ کورنۍ والا مې راخبر کړې چې پي سي او ته راشي”

عمران وزیر اوېل او زیاته ئي کړه چې کله به ئی ورور خپلو بچو یا زنانؤ سره خبرې کول غوښتل نو هغوي د پاره به ئي بیل ګاډې کولو چې کلي نه پی سي او پورې راشي نو دا ډیر زړه ستړې کار وؤ.

عمران زیاته کړه چې اوس د موبائل سروس شروع شو نو دا لویه ستونزه ورسره حل شوه.

تیره میاشت کښې د وزیراعظم او وزیراعلی دورې وروسته د هغوې د اعلان مطابق شمالي وزیرستان او میران شاه او میرعلي بازارونو کښې د موبائل دوه ټاؤرې لګولې شوي چې ترې یو شمیر خلک فائده ترلاسه کوي ولې دغه خلک غوښتنه کوي چې پاتې سیمو ته هم زر تر زره دا سهولت ورکړې شي.

په دې اړه د میران شاه بازار نه لږه فاصله باندې یو کلي کښې ژوند کوونکې قبائلي مشر ملک اشرف ټي اېن اېن ته اوېل چې سیمه کښې د موبائل سګنلې راځی خو ډیرې کمزوري وي چې پرې ټیلیفون کول مشکل وي. ده اوېل چې پاتې سیمو کښې د موبائل ټاؤرې لګولو لپاره ئي حکومتي غړو سره جرګې کړې او هغوي ورته ډیر زر د دغه سهولت ورکولو باور ورکړې دې.

قبائلي سیمو ته د عام اولس بیرته واپسۍ وروسته د خلکو لخوا پخپله او په حکومتي کچ د بحالۍ هلې ځلې ښه په تېزۍ سره روانې دې ولې هغه خلکو بیا بیا د موبائل او انټرنېټ سهولت د نیشتوالي ګېلې کولې او دریځ  ئي خپلولو چې دغه سهولت د نیشتوالي له وجې ورته ځان د نورې نړۍ نه ډیر شاته ښکاري. اوس ځاے په ځاے د موبائل او انټرنېټ سهولت ورکولو سره د اولس دغه ګیله کافي حده پورې ختمه شوې او طمع لري چې پاتې سیمو ته به هم ډیر زر دا سهولتونه ورکړې شي او د ملک د نورو خلکو برابر به راوستې شي.

په دې حقله د اورکزئی سره تعلق لرونکې قبائلي مشر جمیل خان وائي چې قبائلي سیمو کښې د موبائل او انټرنېټ سهولت ورکولو په اړه د حکومت د سنجيدګۍ د دې نه اندازه لګي چې وزیراعظم عمران خان د کومې قبائلي ضلعې هم دوره کوي نو اولنې اعلان د موبائل او تهري او فور جي د سهولت ورکولو کوي. ټي اېن اېن سره خبرو کښې ملک جمیل اوېل چې دا ډیر بنیادي ضرورتونه دي او دا چې انټرنېټ به قبائلي اولس کښې شعور بیدارولو کښې ډیر مهم کردار لوبوي.

ملک جمیل اوېل “د سوشل مېډیا دور دې او خلک دې میډیم د لارې هر قسمه معلوماتو ته رسائي لري او دې سره په دوې کښې پوهه راځی”

قبائلي سیمو کښې د موبائل او انټرنېټ سهولت د نورو خلکو په نسبت د ځوان کل زیاته غوښتنه کوله. د خېبرضلعې باړې اوسیدونکې د قبائلي طلباؤ تنظیم مقامي مشر ودود افریدې وائي چې د انټرنېټ نیشتوالي له وجې به طلباؤ ته داخلو کښې ډیرې ستونزې رامخې ته کېدي او نوکرو د اشتهاراتو نه به اکثر بې خبره پاتې کيدل او بل دا چې که خبر به هم شول نو اپلائي د پاره به بندوبستي سیمو ته تلل چې له وجې وخت او پیسې زیاتې ضائع کېدې.

Show More

Related Articles