د قبائلي سيمو سکولونو اصلي څېره، د حکومت اقدامات

د آئي اېم یو ادارې قبائلي سیمو کښې په 5889  سکولونو کښې د 5788 سکولونو دورې کړې او هغې کښې د سهولتونو، استاذانو او طلباؤ په اړه ئي تفصیلات راجمع کړې دې

افتخار خان

د مېنځنې اورکزئې بیز دره پرائمري سکول د دغه سیمې سلګونو آبادۍ لپاره یواځنې پرائمري سکول دې چې پکښې درې سوه نه زیات طلبا سبق وائي کومو ته ذده کړې ورکولو لپاره چې صرف دوه استاذان دي.

دغه سکول د کښې نه د بجلۍ څه نظام شته، نه د اوبو، نه د چاردیوارۍ او نه طلباؤ لپاره د واش روم څه بندوبست، سکول کښې استاذانو او نور سټاف لپاره یو واش روم دې چې ورسره ئي طلبا په شریکه استمال کښې راؤلي.

قبائلي سیمو کښې د سرکاري سکولونو په اړه تیره میاشت انډي پنډنټ مانیټرېنګ یونټ (آئی اېم یو) یو رپورټ جاري کړې دې. رپورټ نه ظاهره ده چې د اورکزو بېزدره پرائمري سکول په داسې حالت کښې یواځنې سکول نه دې بلکه دا قبائلي سېمو کښې د نورو سلګونو سکولونو څېره هم ښائي.

د سکولونو څارنې اداره آئي اېم یو په باقاعده توګه قبائلي سیمو ته غځېدلې خو نه ده ولې خېبرپښتونخوا حکومت بیا هم د تعلیمي ادارو اصل حالت معلومولو لپاره دغه اووه واڼه قبائلي ضلعو او شپږ اېف آرز کښې د آئي اېم یو ادارې په زریعه سروې کړې او رپورټ ئي جاري کړې دې.

د آئي اېم یو ادارې قبائلي سیمو کښې په 5889  سکولونو کښې د 5788 سکولونو دورې کړې او هغې کښې د سهولتونو، استاذانو او طلباؤ په اړه ئي تفصیلات راجمع کړې دې.

د رپورټ مطابق قبائلي سيمو کښې پنځه پنځوس فیصده سکولونو کښې د بجلۍ، یو پنځوس فیصده کښې د اوبو، دیرش فیصده کښې د واش رومونو او اتلس فیصده سکولونو کښې د چاردیوارۍ هیڅ بندوبست نېشته. د رپورټ مطابق قبائلي سيمو کښې اوس هم دولس سوه شپږ اوویا سکولونه په عارضي ولې یو سل اووه شپیته په مستقل توګه بند دي.

قبائلي سيمو کښې د سکولونو حالت او تعلیم معیار په اړه وړاندې نه ټکونه کېدل ولې اوس ئي حکومتي سروې کښې اصلي څیره مخې ته راغلې ده کومې نه چې نه صرف متعلقه چارواکي په سوچ مجبوره کړي بلکه او د تعلیم پوهان او والدین ئي انديښنو سره مخ کړې دي.

په دې اړه د کرم ضلعې سره تعلق لرونکې پخوانې استاذ او تعلیمي ماهر حميد حسن وائي چې سکولونو کښې دا بنیادي سهولتونه نه وي نو نیغ اثر ئي د طلباؤ په ذهنونو پریځوي او ظاهره خبره ده چې د تعلیم معیار به ورسره خرابیږي.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې ده زیاته کړه چې ذده کړو لپاره یو خصوصي ماحول پکار وي ولې که هغه ماحول ورنکړې شي نو طلبا سبق کښې دلچسپي نه اخلي. حميد حسن اوېل چې آئي اېم یو رپورټ سره حکومت مخامخ د قبائلي سکولو اصل څېره راغلې ده ولې اوس پکار ده چې لس کلیز ترقیاتي فنډ کښې سکولونو لپاره لويه برخه کيږدي او نه صرف سهولتونو ورکولو سره د ودانو حالت ښه کړي بلکه د تعلیمي په معیار هم خصوصي توجه ورکړي.

قبائلي سیمو په سکولونو کښې په مجموعي توګه پنځه لکه نهه زره طلبا داخل دي چا د پاره چې پنځلس زره استاذان محکمه تعلیم سره بهرتي دي.

د آئي اېم یو رپورټ مطابق د قبائلي سیمو دورو په محال سکولونو کښې اتلس فیصده استاذان او اته دیرش فیصده طلبا هم غیرحاضره موندلې شوي دي

په دې حقله د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکې سماجي فعاله زهره بي بي وائي چې قبائلي سیمو کښې د استاذانو او طلباؤ حاضري یوه ډیره لویه مسئله راروانه ده ولې د آئي اېم یو ادارې غځېدو سره طمع ده چې دا مسئله به کافي حده پورې حل شي.

زهره بي بي ټی اېن اېن سره خبرو کښې تور لګولې چې قبائلي سکولونو کښې اوس هم په سلګونو داسې سرکاري استاذان شته چې موجود بهر ملکونو کښې دې ولې دلته باقاعده تنخوا ورته جاري کيږي. دې زیاته کړه چې دغه استاذانو کښې زیات ترو په خپل ځآئي عارضي کسانو ته ډیوټۍ حواله کړې دي او تنخوا نه ورله برخه ورکوي.

ذهره بي بي زیاته که چې خېبرپښتونخوا بندوبستي سیمو کښې د آئي اېم یو د استاذانو حاضرۍ یقیني کولو کښې لوئي کردار ادا کړې دې او طمع ده چې قبائلي سیمو ته دا اداره غځېدو سره به هغلته هم دا مسئله کافي حده پورې حل کړي.

قبائلي سیمو ته د آئي اېم یو غځولو په اړه د تعلیم صوبائي مشیر ضیا الله بنګش وئیلې چې دې لپاره بهرتیانې شوې دي او ستمبر میاشت نه اراده ده چې باقاعده کار شروع کړي.

ضیا الله بنګش ټي اېن اېن سره خبرو کښې زیاته که چې د آئي اېم یو رپورټ وروسته دوي ته اصل حالت ښکاره شوېدې او هم دا وجه ده چې سخکال ئي قبائلی سیمو کښې تعلیم لپاره شپږ دیرش اربه روپۍ فنډ ایخودې دې.

بل اړخ ته د بیز دره پرائمري سکول استاذ فېض الله وائي چې سهولتونو او د استاذانو حاضري یقیني کولو سره سره هغه سیمو کښې استاذان هم تعینات کول پکاردي.

ده زیاتوي چې د سکول دوه استاذانو لپاره درې ماشومانو ته ذده کړې ورکولو ممکن نه ده او قبائلي سیمو کښې د خراب تعلیمي معیار یوه لویه وجه دا هم ده.

څرګنده دې وې چې قبائلي سیمو کښې دا محال په زرګونو استاذانو کمې دې د کومې پورا کولو په لړ کښې چې حکومت په فوري توګه د پنځه زره بهرتیانو کولو اعلان هم کړې دې.

Show More

Related Articles