“د ګرانټ ورکولو لپاره دې سميډا په خپل شرطونو کښې نرمي راولي”

عثمان خان

قبائلي ضلع کرمه کښې د متاثرينو د شوي زيانونو ازالے او د هغوئ کاروبار ته د ودې ورکولو لپاره سميډا او نورو ادارو سروے کړې خو تراوسه چا ته امداد نه دې ورکړې شوې او خلک د حکومتي مرسته په طمع دي۔

د دې خيالاتو څرګندونه د کرمې ضلعې سره تعلق لرونکي خبريال دالدار حسين د ټي اين اين ځانګري پروګرام منزل په لور کښې د خبرو په وخت کړې چې په دغه موقع ورسره د قبائلي زنانو حقونو لپاره کار کونکې لبني حئ او د خيبر ضلعې سوداګران عبدالاحمد او داود خان آپريدي هم موجود وو۔

ياده دي وي چې سميډا د قبائلي ضلعو متاثره شوو سوداګرو او کاروباري خلکو نه د روان کال اپريل مياشت په مهال فارمونو جمع کړې ؤ د کومې جانچ پړتال چي روان دې او سميډا د دې منصوبے ترسيوري لاندې سوداګرو ته پينځه پنځوس کروړه روپۍ هم ورکړي دي۔

لنبي حئ وايي قبائلي سيمو کښې د زنانؤ هم په واړۀ واړۀ کاروبارانو متاثره شوي خو له بده مرغه د دغه زنانؤ سره دا معلومات نشته چې دوي چرته او د چا خوا له مرسته له ورشي چې دوي ته هم د شوي زيان ازاله ورکړې شي۔

هغې وويل  ” د سميډا لخوا چې د امداد ورکولو کوم معيار ايښودل شوې په هغې چې کوم سامان واخستل شي د هغې رسيد به ښودل وي او د بينک اکاونټ به پرانستل وي کوم چې د قبائلي زنانؤ لپاره ممکن نه ده ولي چې زياتره قبائلي زنانۀ شناختي کارډ نه لري”

د لبني ترمخه قبائلي زنانؤ په کورونو کښې خپل دوکانونه پرانستي او يا ځيني د ګنډلو کار کوي نو څنګه دوي د خپل ورکوټي دوکان او د سلايۍ او کړهايۍ لپاره په بينک کښې اکاونټ پرانستلې شي۔ هغې ويلي چې د سميډا د کار طريقه ډيره ګرانه ده۔

دواد خان وايي سميډا  هغه ته د روان کال اپريل مياشت کښې د فارم ډکولو ويلي د کومې چې د مئ دويمه نيټه آخرۍ نيټه ټاکل شوې او بيا د روژې نه پس يو څو کسانو ته امدادي چيکونه ورکړې دي۔

” د سميډا چارواکو په روژه کښې د باړې دوره کړې وۀ او په وړومبۍ سروے کښې ئې د اووۀ اتيا کسانو نومونه ليږلي ؤ چې پکښې شپيته کسانو ته ليټر ورکړې شوي او هغوئ ته پيسې ورکړې شوي دي”

د سميډا وينا ده چې کوم خلک دوي ته دا ښکاره کړي چې هغه خپل کاروبار لري نو دوي هغوئ ته پينځوس فيصده ګرانټ ورکوي او دا چې تراوسه کومو خلکو ته ليټر ورکړې شوي هغوئ ته د دوۀ لکو نه تر ديارلس لکو روپو پورې چيکونه ورکړي شوي دي۔

په قبائلي ضلعو کښې د بازارونو بحالۍ او واړه کاروبارانو ته د ودې ورکولو لپاره د کوم ډول مرستې ضرورت دې په دې اړه عبدالاحمد ويلي حکومت چې د روزګار کوم سيکم شروع کړې له هغې نه خلک ډيره هيله لري خو که چرې د هغي د کار طريقه لږه آسانه شي نوښه به وي۔

هغه وويل د قرضو په سکيم کښې چې حکومت د سرکاري افسر د ضمانت کوم شرط ايښودې هغه د قبائلي اولس لپاره ډير ګران دې خو که چرې حکومت د دې په ځاې د ملک د کوم بل وګړي د ضمانت شرط کيږدي نو قبائلي اولس به ترې ګټه واخلي۔

دې لړ کښې لنبي حئ وويل بايد حکومت په قبائلي ضلعو بلدياتي ټاکنې ترسره کړي او چې کوم کونسلران وټاکل شي هغه دې د ضمانت په شرط واخستل شي۔

د يوې پوښتنې په ځواب کښې دواد خان آپريدي وويل سميدا تراوسه چاله نقدې پيسې او چيک نه دې ورکړې، باړه کښې يواځې دوکاندارانو ته ليټر ورکړې شوي چې پکښې ليکل شوي چې چا ته به څومره ګرانټ ورکولې شي۔

“سميډا دوکاندارانو ته ويلي چې وړومبۍ تاسو په بينک کښې اکاونټ پرانيزئ او هغه اکاونټ نمبر دوي ته واستوئ او بيا د دوکان لپاره سودا واخلي او کوټيشن دوي ته وښايئ”

هغه وويل دا هم ويل شوي چې دوکاندار به ځان له خپله د پينځه او يا د دې نه سيوا لکه روپو سودا کوي او يا به دا ښائي چې د هغه سره پينځه لکه روپۍ او يا د دې نه سيوا سامان موجود دې او کنه د کومې ورسته چې به سمېډا هغه ته پينځه لکه روپۍ ورکوي، خو زه وايم چې د کومو خلکو پيسې منظوري شوي هغوئ ته دې زر تر زره پيسې ورکړل شي چې خپل کاروبار شروع کړي۔

بلخوا لبني حئ زياتوي قبائلي ضلعو کښې زنانۀ  هم د کرکروندې د څانکي سره تړلي پاتي شوي او په پټو کښې د نارينؤ سره يواځې کار کړې، د سلائۍ او کړهائۍ هنر هم لرلي، څاروي او چرګان ئې هم پاللي او دا شان نور يوشمير کارونه يې هم کړي نو چې څنګه نور کاروبارونه متاثره شوي دغه شان د بدامنۍ له وجې د زنانؤ په کاروبار هم اثر پريوتې دې خو د سميډا چې کوم د کار طريقه ده دا ګران ده۔

هغه وايي بايد زنانؤ ته هم ګرانټ ورکړې شي نو ځکه زه وايم چې زنانؤ ته دې په ګرانټ ورکولو کښې د سميډا په طريقه کښې ترميم وکړي شي۔

Show More

Related Articles