بابر افتخار ډي جي آئي ايس پي آر تعينات، آصف غفور جي او سي اوکاره بدلون

د پاک فوځ تعلقات عامه اداري آئي ايس پي آر د لوري ميجر جنرل آصف غفور د بدلي او ميجر جنرل بابر افتخار پاک فوځ وياند د تعيناتي تصديق شويد

پاک فوځ کښې بدلے کولو سره ميجر جنرل آصف غفور جي او سي اوکاړه او ميجر جنرل بابر افتخار نوې ډائريکټر جنرل آئي ايس پي آر لګولے شويدي۔

د پاک فوځ تعلقات عامه اداري آئي ايس پي آر د لوري ميجر جنرل آصف غفور د بدلي او ميجر جنرل بابر افتخار پاک فوځ وياند د تعيناتي تصديق شويدي۔

آئي ايس پي آر آفيشل ټوئيټر اکاونټ د لوري د پاک فوځ وياند خپل آخري پيغام کښي خصوصې توګا باندي د ميډيا شکريه ادا کړے او وئيلي دي چي د پاکستاني اولس د محبت او ملاتر په جواب کښې ما سره توري نشته۔

آصف غفور خپل زاتي اکاونټ نه سماجي راطبو ويب پانړه باندي ټويټ کولو سره وئيلي دي چي ستاسو د محبت او ملاتړ مننه، مظبوط پاتي کيدو سره به پاکستان استحکام دپاره به خپل کار جاري ساتو۔

پاک فوځ نوې وياند لنډه پيژندګلو

آئي ايس پي آر ترمخه ميجر جنرل بابر افتخار کمانډ اينډ سټاف کالج نه ګريجويشن کړے، دوي نيشنل ډېفنس يونيورسټي اسلام اباد نه هم ګريجويشن کړے، ميجر جنرل بابر افتخار د رائل کمانډ اينډ سټاف کالج اردن نه هم ګريجويشن ترلاسه کړے دے۔

پاک فوځ تعلقات عامه اداري ترمخه ميجر جنرل بابر افتخار کمانډ، سټاف او انسټرکشن کښې ډېره تجربه لري، دوي آرمر بريګيډ کښې د بريګيډير ميجر په توګه باندي خپلي چاري ترسره کړې، شمالي وزيرستان کښې يو انفنټري ډويژن کښې د بريګيډ سټاف په توګه ئي هم خپل خدمات ادا کړي۔

آئي ايس پي آر وړاندي وئيلي دي چي ميجر جنرل بابر افتخار کورهيډ کوارټر کښې چيف آف سټاف هم پاتي شوي، آپريشن ضرب عضب کښې ميجر جنرل بابر د آرمرډ بريګيډ او انفنټري بريګيډ کمانډ کړے دے۔

ميجر جنرل بابر افتخار د پاکستان ملټري اکيډي او اين ډې يو اسلام اباد د فيکلټي غړي، او د ډي جي آئي ايس پي آر جوړيدو نه وړاندي ميجر جنرل بابر افتخار د آرمرډ ډويژن کمانډ کولو۔

 

Show More

Related Articles