عمران خان: ايران او سعودي عرب ترمينځ ډغره به تباهي وي

افغانستان کښې د امن په اړه وزيراعظم عمران خان اوئيل چي پاکستان افغانستان کښې د امن او کلاري دپاره خپل غوره هسي کوې او زمونږ دعا ده چي طالبان، امريکا او افغان حکومت په شريکه سره د امن دپاره کار اوکړي

وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چي ايران او سعودي عرب ترمينځ فوځي ډغره به د پاکستان دپاره تباهي سبب وو ګرځي ځکه اسلام اباد هسي کوي چي د دواړو هيوادونو اړيکي خرابي نشي۔

جرمن خبري اداري سره د مرکي په وخت وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب او ايران ترمينځ کړکيج په اړه دوي وئيلي دي چي دا خبره سمه ده چي مونږ د مشکل ګاونډيانو په منځ کښې راګير يو او دا چي مونږ ته خپل ګامونو متوازن پورته کول دي، دے دپاره ايران او سعودي عرب ترمينځ فوځي ډغره به د پاکستان دپاره تباه کن وي۔

خپلو خبرو کښې دوي دا هم اوئيل چي مونږ هسي کوو چي دواړو هيوادونو ترمينځ اړيکي خرابي نشي، ځکه دا يو داسي منتقه ده چي د يوي بله لانجه منده شخړي نشي زغملے۔

افغانستان کښې د امن په اړه وزيراعظم عمران خان اوئيل چي پاکستان افغانستان کښې د امن او کلاري دپاره خپل غوره هسي کوې او زمونږ دعا ده چي طالبان، امريکا او افغان حکومت په شريکه سره د امن دپاره کار اوکړي۔

خبري مرکه کښې نور هم په شمير چارو باندي خبري شويدي۔

Show More

Related Articles