رپورټ: ملک جيلونو کښې شپيته فيصده نه سيوا قيديان بغير سزا قيد دي

د جيل ريفارمز کميشن رپورټ وړاندي کړے کوم کښې چي د څلور وانړه صوبو جيلونو کښې موجود قيديانو ته د بيمارو او نور ټول تفصيلات ورکړے شوي

انساني حقونو وزارت د لوري اسلام اباد هائي کورټ کښې جمع کړے شوي رپورټ کښې  انکشاف شوي چي د خيبر پښتونخوا او پنجاب پشمول څلور وانړه صوبو جيلونو کښې د شپيته فيصده نه سيوا قيديان بغير د سزا بنديوان دي او دا چي څلور سوا پنځويشت قيديان د ايډز رنځ ښکار دي۔

د انساني حقونو وزيره شيرين مزاري اسلام اباد هائي کورټ کښې وړاندي کيدو سره چيف جسټس اطهر من الله د جيل ريفارمز کميشن رپورټ وړاندي کړے کوم کښې چي د څلور وانړه صوبو جيلونو کښې موجود قيديانو ته د بيمارو او نور ټول تفصيلات ورکړے شوي۔

رپورټ کښې وئيلي شوي دي چي د خيبر پښتونخوا قيديانو دپاره يو ديرش نارينه او پنځه زنانه ميډيکل آٖفسران خپل خدمات ترسره کوې او دا چي د اوولس نارينه او دوه زنانه ډاکټرانو سيټونه خالي دي، له دے ترڅنګ ټول ملک کښې صرف د خيبر پښتونخوا جيلونو کښې دوه ډينټسټ موجود دي او نورو صوبو کښې نشته۔

Show More

Related Articles