غنم راوړونکي د ړومبي جهاز په اوولسمه فروري پاکستان ته د رارسيدو امکان:وفاقي حکومت

وفاقي حکومت ملک کښي د وړو بحران ختمولو له پاره د غنمو درآمد کولو له پاره په هنګامي بنيادونو د ګامونو پورته کولو فيصله کړي ده۔

حکومت د غنمو درآمد کولو له پاره ګامونو پورته کړي، اقتصادي رابطه کميټۍ لخوا نن درے لکه ټن غنمو د درآمد کولو منظوري ميلاويدو سره سم به حکومت امپورټ پرمټ جاري کوي او د سټيټ بنک آف پاکستان ټولو بنکونه به امپورټرز ته ليټر آف کريډټ(ايل سي) له پاره هدايات جاري کوي۔

غنمو راوړونکي بحري جهازونو له پاره په کيماړي بندرګاه ځې ټاکلو له پاره به ګامونه پورته کولي شي ۔غنم راوړونکي د ړومبي جهاز په اوولسمه فروري پاکستان ته د رارسيدو امکان دي۔

په روايتي توګه ټول معاملات طے کولو کښي به پنځلس نه تر شل پوري ورځي لګي خو ولي په ټول ملک کښي د وړو بحران له وجي دا ټول معاملات به په اته څلويښت ګهنټو کښي مکمل کولي شي۔

امپورټړز تر مخه دا وکټ يوکرائن نه په سمدستي توګه غنم پاکستان ته راوړلي کيدي شي، آسټريليا او امريکه نه غنم راغوښتلو کښي پنځوس ورځو نه زيات وخت پکار دي او دا چي هلته غنم به په دوه سوه اتيا ډالر ميلاويږي، يوکرائن غنم به په دوه نيم سوه ډالر اخستي شي۔

وفاقي سيکرټري نيشنل فوډ سکيورټي هاشم پوپلزئي ميډيا سري خبرو کښي وئيلي چي د حکومت لخوا د غنمو امپورټ کولو مقصد دا دي چي په وخت او په سمدستي توګه امپورټ شي چي ملکي مارکيټ مستحکم کړي شي۔

Show More

Related Articles