نواز شريف، مريم نواز او محمد صفدر خوشې کيدو ميعاد درې ورځو پورې غزولې شوې

څرګنده دې وې چې اډياله جيل کښې قيد پخوانې وزيراعظم نواز شريف، مريم نواز او کيپټن ريټائرډ صفدر د بيګم کلثوم نواز د مرګ ورسته حکومت په پيرول باندې آذاد کړې دې چې د خداې بخلې کلثوم نواز په آخرې رسوماتو کښې برخه واخلې

 د پخوانې وزيراعظم نواز شريف د هغه لور مريم نواز او زوم کيپټن ريټائرډ صفدر په پيرول خوشې کيدو ميعاد نور درې ورځې غزولې شوې دې۔ د پنجاب داخله محکمې ذريعې واي چې صوبائې کابينې د نواز شريف، مريم نواز او محمد صفدر پيرول خوشې کيدو کښې نور د درې ورځو  اضافې منظورې ورکړي ده۔

څرګنده دې وې چې اډياله جيل کښې قيد پخوانې وزيراعظم نواز شريف، مريم نواز او کيپټن ريټائرډ صفدر د بيګم کلثوم نواز د مرګ ورسته حکومت په پيرول باندې آذاد کړې دې چې د خداې بخلې کلثوم نواز په آخرې رسوماتو کښې برخه واخلې۔

د کينسر رنځ کښې اخته بيګم کلثوم نواز تيره ورځ د لندن يو نجې هسپتال کښې ساه ورکړې وه د کومې ورسته چې اډياله جيل کښې بندې نواز شريف، مريم نواز او کيپټن ريټائرډ صفدر ته د بيګم کلثوم نواز د مرګ خبر ورکړې شوې وو۔

د ميډيا رپورټس ترمخه په ړومبې وار کښې درې وانړو ته د دولس ګهنټو رهائې ورکړې شوې وه ولې ورسته د پنجاب کابينې منظورې دې کښې نوره درې ورځې اضافه کړې ده۔

Show More

Related Articles