آئي ايس آئي زمونږ وږومبې دفاعي لائن دې:وزيراعظم عمران خان

حکومت او عام اولس دواړه د پاک پوځ او انټيلي جنس ادارو سر کلک ولاړدي ولي چې اولس د دې دواړؤ ادارو بے مثاله کاميابۍ تسليم کړي دي

وزيراعظم عمران خان ويلي آئي ايس آئي د نړۍ په ښه انټيلي جنس ايجنسيو کښې شمارلې شي څوک چې دا وخت زمونږ وړومبې دفاعي لائن دے۔

د پاک پوځ تعلقات عامه څانګې (آئي ايس پي آر) ترمخه وزيراعظم عمران خان تيره ورځ د انټر سروس انټيجلنس (آئي ايس آئي ) د دفتر دوره کړې چرته چې د پاک پوځ سر لښکر او ډي جي آئي ايس آئي د هغه تود هر کلے کړے دے۔

دغه مهال عمران خان وويل حکومت او عام اولس دواړه د پاک پوځ او انټيلي جنس ادارو سر کلک ولاړدي ولي چې اولس د دې دواړؤ ادارو بے مثاله کاميابۍ تسليم کړي دي۔

د آئي ايس پي ار ترمخه د دورې په مهال وزيراعظم ته د اسټريټيجک انټلي جنس او د نيشنل سيکورټۍ په چارو تفصيلي بريفنګ ورکړې شو۔

په دې موقع وزيراعظم عمران خان د قامي سلامتۍ او ترهه ګرۍ په ضد په روانو هڅو د آئي ايس آئي کردار ستائيلې دې۔

Show More

Related Articles