د کلثوام نواز مړې به نن ملک ته راوړلې شي

پاکستان ته د راتګ نه وړاندې د کلثوم نواز د جنازې نمونځ د لندن په ريجنټ پارک کښې ادا کړې شوې

د پخواني وزيراعظم نواز شريف کور ودانې بيګم کلثوم نواز مړې به نن شپه د لندن نه پاکستان ته راوړلې شي۔

د بيګم کلثوم نواز مړې سره به شهباز شريف، د نواز شريف کشره لور اسما او د زوي حسين نواز دوه ځامنو پشمول د خاندان نور کسان ملک ته راځي۔

پاکستان ته د راتګ نه وړاندې د کلثوم نواز د جنازې نمونځ د لندن په ريجنټ پارک کښې ادا کړې شوې او دا نن شپه به په يولس بجې د هيتهرو ائيرپورټ نه د کلثوم نواز مړې لاهور ته راوړلې شي۔

وطن ته د راتګ وروسته به سبا ماښام پينځه بجې په شيريف مېډيکل سټي کښې د کلثوم نواز جنازه ادا کيږي او په جاتي امرا کښې به خاورو ته سپارلې شي۔

څرګنده دي وي د پخواني وزيراعظم کور ودانه بيګم کلثوام نواز تيره ورځ د ورپيښې ناروغۍ په وجه لندن کښې په حق رسيدلې ده د کومې وروسته چې په اډياله جيل کښې قيد نواز شريف، مريم نواز او کپټن (ر) صفدر د پيرول د لارې خوشي کړې شوي دي۔

Show More

Related Articles