د ترکيه خارجه وزير نن په دوۀورځنۍ دوره پاکستان ته راځي

خارجه وزيرمولود چاوش اوغلو به د صدررجب طيب اردګان اهم پيغام وزيراعظم عمران خان ته وړاندي کوي او د پاکستان صدر او وزيراعظم ته به په واک ترلاسه کولو مبارکي ورکوي

د ترکي د خارجه چارو وزير مولود چاوش اوغلو به نن په دوۀ ورځنۍ دوره اسلام آباد ته رارسي او د پاکستاني چارواکو سره ليده کاتۀ کوي۔

د ذرائعو ترمخه ترکيه خارجه وزير به د خپلې دورې په مهال د وزيراعظم عمران خان ، صدر عارف علوي او خارجه وزير شاه محمود قريشي سره ملاقاتونه کوي۔

خارجه وزيرمولود چاوش اوغلو به د صدررجب طيب اردګان اهم پيغام وزيراعظم عمران خان ته وړاندي کوي او د پاکستان صدر او وزيراعظم ته به په واک ترلاسه کولو مبارکي ورکوي۔

د پاکستان د خارجه چارو وزير شاه محمود قريشي سره به هم د ترکيه خارجه وزير د خپلې ډلې سره مذاکرات کوي څرګنده دي وي چې مولود چاوش اوغلو به څلورم وزير شي څوک چې په نوي حکومت کښې د بهر ملک نه پاکستان ته په دوره راځي۔

Show More

Related Articles