سپريم کورټ د جهانګير ترين د نااهلي فيصله برقراره ساتلې

د حکومت لخوا يو مهم شروع شوې دې چې ترمخه ئې پيسې د بهر هيواد نه واپس رواړلو ويل شوي دي نو بيا ولي د واکمند ګوند يو لوې ليډرتراوسه خپلې پيسې وطن ته واپس نه دې رواړي؟

سپريم کورټ د پاکستان تحريک انصاف سينئر غړي جهانګير ترين د نااهلۍ په ضد د نظر ثانۍ خواست رد کړې دې او د هغه نااهلي ئې برقراره ساتلې ده۔

د پي ټي آئي غړي جهانګير ترين سپريم کورټ  ته د هغه د نااهلۍ د شوې فيصلې په ضد د نظرثانۍ لپاره د عدالت نه د فل بينچ جوړلو خواست کړې ؤ کوم چې مسترد کړې شوې دې۔

نن سپريم کورټ کښې د چيف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ کښې درې کسيزه بينچ د جهانګير ترين د نظرثانۍ په خواست اوريدنې وکړه د اوريدنې په مهال وکيل اکرام شيخ خپل دلائل وړاندې کولو سره وويل مونږ د سپريم کورټ د لارجر بينچ جوړلو درخواست ورکړې دې ولي چې سپريم کورټ په ډاګه کړې چې دا هغه مقدمه نه ده په کومه کښې چې په سختۍ سره د قانون اطلاق کولې شي۔

دغه مهال چيف جسټس غوښتنه وکړۀ چې جهانګير ترين څومره اربه روپۍ د پاکستان نه بهر هيوادونو ته وړلې دي د کومې په ځواب کښې چې د جهانګير ترين وکيل وويل د عدالت د فيصلې ترمخه پنځوس کروړه روپۍ باهر وړلې شوي دي۔

چيف جسټس ريمارکس ورکولو سره وويل چې اوس د حکومت لخوا يو مهم شروع شوې دې چې ترمخه ئې پيسې د بهر هيواد نه واپس رواړلو ويل شوي دي نو بيا ولي د واکمند ګوند يو لوې ليډرتراوسه خپلې پيسې وطن ته واپس نه دې رواړي؟

د اوريدنې په وخت د جهانګير ترين وکيل خپل دلائل چاري ساتل چې دغه وخت د عدالت درې کسيزه بينچ د صلاح مشورې نه پس فيصله اورولو سره د جهانګير ترين د نظر ثانۍ خواست خارج کړې دې۔

Show More

Related Articles