سياستدان او ليډر کښي فرق وي عمران خان ليډر دے: بشرې بي بي 

د وزيراعظم کور وداني بشرې بي بي وئيلي دي چي قام ته اوس داسي ليډر ميلاؤ شو د چاپه زړه کښي چي هيڅ لالچ نيشته۔

د وزيراعظم کور وداني بشرې بي بي وئيلي دي چي قام ته اوس داسي ليډر ميلاؤ شو د چاپه زړه کښي چي هيڅ لالچ نيشته۔ يو نجي ټي وي ته خپلي اولنئ انټرويو کښي بشرې بي بي وئيلي دي چي ملک کښي خوشحالي راتلو کښي وخت لګيدے شي ولي راځي به ضرور او دا خوشحالي هم عمران خان راولي۔ بشرې بي بي دا هم وئيلي دي چي سياستدان او ليډر کښي فرق وي او په دي صدئ کښي صرف دوه ليډران دي يوعمران خان او يو د ترکي صدر رجب طيب اردوان۔

بشرې بي بي زياته کړي ده چي عمران خان سره واده نه پس ددئ دواړو ژوند بدل شوے دے، د واده نه پس ورته پته اولګيده چي صرف عبادت کافي نه دے د خلقو خدمت هم ضروري دے۔

بشرې بي بي وئيلي دي چي ابتدائي تعليم ئي د اسلام آباد نه حاصل کړے دے او واده ئي ډيرپه کم عمر کښي شوے وو او زيات تره ژوند ئي دالله په عبادت کښي تير شوے دے۔

د وزيراعظم عمران خان په حقله بشرې بي بي اووي چي عمران خان ډير ساده انسان دے د هيڅ لالچ ورته نيشته، خان صاحب د کپړو په معامله کښي هم بي پروا دے، په خوراک کښي هم څه نخري نه کوي۔

خاتون اول دا هم وئيلي دي چي ددي پيژندګلو ددي پرده ده، په هر پير روژه ساتي او د پردي تعلق ددي ذات او رب سره دے که ددي پرده څوک ستائلي نه شي نو نيوکي دي پي هم نه شي کولے۔

انټرويو دروان بشرې بي بي دا خبره هم ډاګه کړه چي عمران خان سره ئي واده د عدت نه اووه مياشتي پس شوے وو۔ بشرې بي بي وئيلي دي چي په خوب کښي ورته کله هم د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم زيارت نه دے نصيب شوے او نه ورته دا وئيلے شوي دي چي عمران خان سره واده اوکړه۔

بشرې بي بي وئيلي دي چي د سوشل ميډيا استعمال نه کوي او نه ددي څه قسمه اکاؤنټ شته دے۔

Show More

Related Articles