د سې پيک منصوبه کښې بدلون ته تيار يو: چين

دۀ چين سفير دۀ هم ويلې دې چې بيجنګ ‘‘بوټ‘‘ بيلټ آپريټ ټرانسفر ماډل شروع کولو لپاره هم تيار دې او لړې کښې به د خپل ملک سرمايه کار تياره وې

پاکستان کښي چين سفير ياؤجنګ ويلې دې چې پاک چين اقتصادې راهدارې منصوبي (سې پيک) کښې دوې بدلون راستلو ته تيار دې او لړ کښې به د پاکستان حکومت په ايجنډې باندې عمل کولې شې۔

يو باهر ملکې خبرې ادارې سره خبرو کښې د چين سفير ويلې دې چې د پاکستانې چارواکو سره د صلاح مشورې نه پس به نوې تګ لاره ټاکلو ضرورت دے۔ ده ويلې چې چين به هغه منصوبې مخ په وړاندې بوځې کومې چې د پاکستان حکومت کول غواړې او د پاکستان پکښې خوښې شامله وې۔

دۀ چين سفير دۀ هم ويلې دې چې بيجنګ ‘‘بوټ‘‘ بيلټ آپريټ ټرانسفر ماډل شروع کولو لپاره هم تيار دې او لړې کښې به د خپل ملک سرمايه کار تياره وې۔ د بوټ ماډل لاندې به سرمايه کارې کمپنې پراجيکټ باندې خپله سرمايه لګولې او پراجيکټ شروع کيدو سره به خپله سرمايه بيرته اخلې۔

څرګنده دې وې چې د برطانې يوې خبرې ادارې فنانشل ټائمز خپل رپورټ دعوه کړې وه چې د پاکستان نوې حکومت چين سره په راهدارې منصوبه باندې نظرثانې کوې۔

ولې ورسته د پاکستان خارجه دفتر دغه دعوه مسترد کړي وه چې ګنې پاکستان حکومت په سې پيک منصوبه باندې نظر ثانې کوې۔

Show More

Related Articles