چيف جسټس ميا ثاقب نثار د غير سرکاري سکولونو فيسونو په معامله د کيس اوريدنه کړې

د قانون سيکريټري وويل چې غير سرکاري سکولونه د اته نه تر لس فيصده پورې اضافه کول غواړي

د پاکستان چيف جسټس ميا ثاقب نثار د غير سرکاري سکولونو فيسونو په معامله د کيس اوريدنه کړې چې پکښې ريمارکس کښې ويل شوي دا فيصله به کميټي کوي چې  سکولونه به په کال کښې څومره او څو ځله په فيسونو کښې اضافه کوي۔

نن سپريم کورټ کښې د چيف جسټس په مشرۍ کښې دري کسيزه بينچ د نجي سکولونو د فيسونو په اړه د کيس اوريدنه کړې د اوريدنې په مهال چيف جسټس استفسار کړې چې ولي تر اوسه د سيوا فيسونو ستونزه حل نکړې شوه؟

په دې پوښتنه د قانون سيکريټري وويل چې غير سرکاري سکولونه د اته نه تر لس فيصده پورې اضافه کول غواړي او دوي وائې چې هيڅ بنديز پرې ونه لګولي شي۔

دغه مهال جسټس ثاقب نثار وويل چې دا فيصله به کميټي کوي چې څومره او څو ځله دې په فيسونو کښې اضافه وشي عدالت دې لړ کښې پخوانې اټارني جنرل مخدوم علي خان په کميټۍ کښې شامل کړې دې۔

چيف جسټس زياته کړه چې غير سرکاري سکولونو د کميټۍ باجود په خپله خوښه فيسونو کښې اضافه کوي مونږ چې کومه کميټي جوړه کړې د هغې په نتيجه نه ده راوتلي اوس به زه خپله د کميټۍ مشرۍ کوم، وفاقي محتسب او آډيټر جنرل هم رابللې شوي دي زمونږ دريځ دې چې دواړه ډلې په ناست هم خپله ستونزه هواره کړي چې څومره حل کيږې سمه ده نوره به په عدالت کښې حل کولي شي۔

Show More

Related Articles