‘‘اپوزيشن ليډر د نيب کاروائې مخه کولې شې نو وزيراعظم ته د رعايت هيڅ استحقاق نشته‘‘

دا خبره چئيرمين نيب د اطلاعاتو وزير فواد چوهدرې لخوا هغه بيان په جواب کښې کړيده کوم کښې چې هغه د وزيراعظم پرضد هيلې کاپټر استعمال کيس  کښې د نيب سپکاوې ګرځولې دې

د قامې احتساب بيورو چئيرمين جسټس ريټائرډ جاويد اقبال ويلې دې چې که د مخالفو ګوندو مشر د نيب کاروائې مخه کولې شې نو بيا وزيراعظم ته هيڅ استحقاق نه دې ترلاسه چې نيب کاروائې مخه و نکړې۔

دا خبره چئيرمين نيب د اطلاعاتو وزير فواد چوهدرې لخوا هغه بيان په جواب کښې کړيده کوم کښې چې هغه د وزيراعظم پرضد هيلې کاپټر استعمال کيس  کښې د نيب سپکاوې ګرځولې دې۔

چئيرمين نيب اويل چې اپوزيشن ليډر شهباز شريف د نيب کاروائې مخه کولې شې نو وزيراعظم ته استحقاق نه دې ترلاسه چې هغه نيب کاروائې نه انکار اوکړې، ډير ساده خلق دې چې دے ته ئې وزيراعظم سپکاوې ويلې دے بلکه دې سره به د وزيراعظم په غزت نوره اضافه شويده او قد کاټھ کښې ئې سيوا شويدے۔

د قامې احتساب بيورو چئيرمين اويل چې پاکستان نه به بدعنوانې د بيښ نه وستلې شې ولې ملک کښې د قانون حکمرانې ده او دا چې د وزيراعظم عمران خان نعره وه چې پاکستان نه به بدعنوانې ختمولې شې۔

نيب چئيرمين اويل چې نن پورې د حزب اقتدار سره څه قسمه رعايت نه دې شوې او نيب باندې څه فشار شته دې، او که داسې فشار را هم شې نو نيب به چرته هم ټيټ نشې، ځکه د ړومبئ ورځې نه ويلې و چې د آئېن او قانون مطابق به خپل کار کو۔

جسټس ريټائر جاويد اقبال اويل چې په نړوال کچ تاثر دې چې پاکستان کښې د بدعنوانې ختمولو دپاره سنجيده هسې روانې دې، د قانون حکمرانې راوستلو کښې د چيف جسټس پشمول ټولو ججانو ته خراج تحسين وړاندې کوې۔

د نيب چئيرمين اويل چې ريمانډ عدالتونه ورکوې او عدالت ټول حقائق ليدو سره ريمانډ ورکوې، انتقام يا زياتې نيب کښې تصور نشته دې، د نيب چه سره د زاتې جائيداد شخړه نشته دې، او نه د سياسې ګوند يا حکومت سره ئې اړيکې، د نيب رشته صرف د پاکستان او پاکستانې اولس سره ده او دا چې چرته د پاکستان مسله راځې هلته به خبره کوې۔

د قامې احتساب بيورو چئيرمين اويل چې چرته جرم شوي وې هلته به انکوائرې کيږې، او که اين آر او څوک هم ورکوې نيب به د هغې برخه نه دې۔

Show More

Related Articles