پاک فوځ د نوې ائير ډيفنس ويپن سسټم کاميابه تجربه کړې

د پاک فوځ سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه چيف ائير مارشل مجاهد انور خان د فائر پاور کتنه کړيده او اوږدې فاصلې پورې ئې وشتونکې ويپن سسټم ‘ايل وائې 80‘ کاميابه تجربه باندې ئې ائير ډيفنس ته مبارکې ويلې ده

د پاک فوځ ائير ډيفنس سسټم کښې د نوې اضافې سره ويپن سسټم ‘ايل وائې 80‘ سره فائر پاور کاميابه تجربه شويده۔ د پاک فوځ تعلقات عامه ادارې آئې ايس پې ار ترمخه کراچې سره نژدې ډيفنس فائرنګ رينجز کښې د دوه هفتو راهسې روان مشقونو البيضا کال دوه زره نورلسم کښې د پاک فوج ائير ډيفنس لخوا د فائر پاور صلاحيت څرګندونه شويده۔

د پاک فوځ سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه چيف ائير مارشل مجاهد انور خان د فائر پاور کتنه کړيده او اوږدې فاصلې پورې ئې وشتونکې ويپن سسټم ‘ايل وائې 80‘ کاميابه تجربه باندې ئې ائير ډيفنس ته مبارکې ويلې ده۔

پدے مهال د فوځ سرلښکر اويل چې ايل وائې اتيايم د فوځ ائير ډېفنس نظام کښې نوې اضافه دۀ او دا چې ائير ډيفنس، پاک فضائي سره په شريکه د ملک فضائې پولو خفاظت کوې۔

د آئې ايس پې آر بيان کښې دا هم ويلې شويدې چې ائير چيف مارشل مجاهد انور خان ويپن سسټم کامياب شموليت باندې پاک فوځ ته مبارلې ويلې ده۔ د فائر پاور مقابله کښې کور کمانډر کراچې، کمانډر آرمې ائير ډيفنس کمانډ پشمول اعلې عسکرې چارواکو ګډون کړيدې۔

Show More

Related Articles