د مسلم ليګ نون مشرانو د نوازشريف صحت په اړه انديښنې ښکاره کړيدې

د سماجې رابطو ويب پانړې ټوئيټر باندې مريم نواز وئيلي دي چې د هغې پلار ته د ميډيکل چيک اپ ضرورت دے او پخوانې داخله وزير احسن اقبال وائي چې حکومت نواز شريف د طبي سهولياتو نه محرومه ساتلې دے ۔

د پخواني وزيراعظم ميانواز شريف لور مريم نواز او احسن اقبال نواز شريف صحت په اړه  ټوئيټر باندې پيغام ورکړے دې ۔ د سماجې رابطو ويب پانړې ټوئيټر باندې مريم نواز وئيلي دي چې د هغې پلار ته د ميډيکل چيک اپ ضرورت دے او پخوانې داخله وزير احسن اقبال وائي چې حکومت نواز شريف د طبي سهولياتو نه محرومه ساتلې دے ۔

بلخوا جيل انتظاميې دريز خپل کړيدې چې نواز شريف طبعيت بلکل ټهيک دے او روازنه په بنياد ئې د جيل ډاکټر معائنه کوي۔مريم نواز ټويټ کښې وئيلي دي چې نوازشريف په لاس کښې انجائنا درد شوے او هغه ته د ميډيکل چيک اپ ضرورت دے۔
دې نه علاوه د پاکستان مسلم ليګ ن مشر احسن اقبال هم نواز شريف صحت حوالې سره ټويټ کړيدے او وئيلي دي چې حکومت نواز شريف او شهباز شريف د طبي سهولياتو نه محرومه ساتلي دي او که نوازشريف باندې څه هم اوشول نو د وزيراعظم او جيل سپرټنډنټ خلاف به مقدمه درج کولې شي۔
بلخوا جيل انتظاميې وئيلي چې نواز شريف طبعيت بلکل ټهيک دے او روازنه په بنياد ئې د جيل ډاکټر معائنه کوي۔

Show More

Related Articles