دوه ورځي پس ټول ملک کښې د نور باران امکان

د موسمياتو محکمې دوه ورځې پس ټول ملک کښې د نور باران او غرونو باندې د واورو کيدو امکان څرګند کړې دې

د موسمياتو محکمې دوه ورځې پس ټول ملک کښې د نور باران او غرونو باندې د واورو کيدو امکان څرګند کړې دې۔

محکمه وائې چې د نهي ورځ نه به د مغربې لور نه ملک ته د هواګانو نوې لړې راداخله شې چې له وجې به ئې پيښور، کوئټه، خضدار، قلات ډويژن، کوهاټ، ملاکنډ او هزاره ډويژن کښې د درې ورځو پورې د باران وريدو طمع ده او دا چې غرونو باندې د واورو وريدو طمع ده۔

محکمه وائې چې راتلونکې شوا روز کښې خيبر پښتونخوا پشمول ټول ملک کښې موسم يخ او وچ وې۔

نن پيښورکښي د حرارت کمه درجه پنځه او زياته دويشت ډګري سينټي ګريډ ريکارډ کړے شوے ده ولي هوا کښي نمي څلور اتيا فيصدي وه۔

Show More

Related Articles