وزيراعظم عمران خان د آئي ايم ايف منيجنګ ډائريکټر کرسټين ليګارډ سره ملاقات کړيدے

ملاقات کښې امدادې پيکيج په تناظر کښې روان اقتصادې پرمختګ باندې خبرې اترې شويدې،

وزيراعظم عمران خان دبې کښې د نړوالې مالياتي ادارې (آئې ايم ايف) منيجنګ ډائريکټر کرسټين ليګارډ سره ملاقات کړيدے۔ د ملاقات په حقله پاکستانې چارواکو څه قسمه تفصيلات نه دې ورکړې ولې د آئې ايم ايف له لورې پريس رليز ترمخه کرسټين ليګارډ د وزيراعظم سره ملاقات غوره او ګټه ور بللې دې۔

د آئې ايم ايف ډائريکټر ويلې دې چې ملاقات کښې امدادې پيکيج په تناظر کښې روان اقتصادې پرمختګ باندې خبرې اترې شويدې، او دا چې وزيراعظم عمران خان سره ملاقات کښې په دے خبره باندې زور راوړي شوي دې چې ائې ايم ايف پاکستان سره مرستې ته تيار دې۔

کرسټين ليګارډ ويلې دې چې پاکستان د فيصله کن پاليسو او اقتصادې اصلاحات دپاره مظبوط پيکج سره خپل معيشت بحالولې شې۔ کرسټين ليګارډ د پاکستان تحريک انصاف پاليسو په اړه ويلې دې چې د غريبانانو تحفظ او مظبوط ګورننس د لارې د خلقو د ژوند معيار غوره کيدلې شې۔

وزيراعظم عمران خان د سماجې رابطې ويب پانړې ټوئيټر د لارې خپل پيغام کښې ويلې دې چې د آئې ايم ايف ډائريکټر سره ملاقات کښې مکمل هم اهنګي ليدلې شوې ده، وزيراعظم ويلې دې چې ملک د ترقې په لور اچولو دپاره بنيادې اصلاحات مهم دې او دا چي اصلاحاتو کښې به د کمې امدنې والو خلقو ته تحفظ ورکولې شې۔

Show More

Related Articles