افغانستان سره سوداګرې دپاره طورخم پوله څليرشت ګهنټې پرانستل پکار دې: اسد عمر

د خزاني وفاقې وزير اسد عمر ويلې دې افغانستان سره تجارت دپاره طورخم بارډر څليرشت ګهنټې کولاو ساتل پکار دې

د خزاني وفاقې وزير اسد عمر ويلې دې افغانستان سره تجارت دپاره طورخم بارډر څليرشت ګهنټې کولاو ساتل پکار دې۔ نن پيښور کښې سرحد چيمبر آف کامرس او انډسټرې کښې يوې غونډې ته وينا په وخت اسد عمر اويل چې پاکستان له ګانډي اسلامې هيوادونو افغانستان او ايران سره تجارت زياتو پکار دې او دا چې ملک د تجارت او سرمايه کارې سره مخ په وړاندې تللې شې۔

د خزانې وزير دا هم اويل چې پاکستان افغانستان کښې امن راستلو دپاره به خپل خپل مثبت کردار ترسره کوې ۔ ده اويل چې کرک، لکي مروت او کوهاټ کښې د قدرتې ګيس او تيلو ذخيرې موندلې شوې ده اويل چې دغه ذخيرو باندې ړومبۍ حق د خيبر پښتونخوا د اولس دي۔

د نړوالې مالياتې ادارې آئې ايم ايف سره د مزاکراتو په حقله اسد عمر اويل چې هغوئې سره معاهدې دپاره معملات حل کيدو ته نزدې شوې يو ولې کوشش به کو چې دا معاهده آخرې وې۔

Show More

Related Articles