روان کال د پاره د حج پاليسي اعلان کړے شوه

دا کال سعودي حکومت پنځه زره اضافي کسانو ته د حج کولو اجازت ورکړے دے۔

 

د مذهبي چارو وزارت د روان کال د پاره د حج پاليسي جاري کړه چي ترمخه ئي دا کال سعودي حکومت پنځه زره اضافي کسانو ته د حج کولو اجازت ورکړے دے۔

د مذهبي چارو وزارت لخوا جاري دستاويزاتو مطابق اول به يو لاکه يوکم اتيا زره او دوه سوه لس پاکستانيانو حج کولو ولي اضافي کوټي نه پس به سږکال پاکستان نه يو لاکه څلور اتيا زره او دوه سوه لس تنان د حج سعادت ترلاسه کوي۔

دستاويزاتو کښي وئيلے شوي دي چي روان کال د سرکاري حج سکيم لاندي تلونکو دپاره شيپته فيصده ولي د پرائيويټ دپاره څلويښت فيصده کوټه مختص کړے شوي ده او د حج دپاره به درخاستونه پنځويشتمي فرورئ نه شپږم مارچ پوري ترلاسه کولے شي۔

د مذهبي چارو وزارت وينا ده چي د سرکاري سکيم قرعه اندازي به په اتم مارچ کولے شي، دسرکاري سکيم لاندي به يو لاکه اووه زره پنځه سوه او شپږويشت ولي د پرائيويټ سکيم لاندي به يو اوويا زره شپږ سوه او څلور اتيا کسان حج دپاره ځي۔

وزارت ترمخه دا کال به چاباندي هم مفت حج نه شي کولے، د شمالي ريجن خلقو دپاره حج پيکج څلور لکه شپږ ديرش زره نهه سوه او پنځه اوويا روپئ ټاکلے شوے دے چي پکښي اسلام آباد، پيښور، لاهور، سيالکوټ، ملتان او رحيم يارخان شامل دي۔ جنوبي ريجن کښي کوئټه، کراچئ او سکهر شامل دي او دوي د پاره د حج پيکج څلور لکه شپږويشت زره نهه سوه او پنځه اوويا روپئ مقرر شوے دے۔

د حج دوران د قربانئ خرچه اختياري ايخودے شوي ده د کومي به چي نورلس زره څلور سوه او يو پنځوس روپئ بيلي وي۔ د اتيا کالو نه زيات عمر واله دپاره لس زره کوټه مختص کړے شوي ده د کومي دپاره لس زره نه زيات درخاستونه ترلاسه کيدو باندي به انتخاب د سنيارټي په بنياد کولے شي۔

Show More

Related Articles