آغا سراج درانې نيب د آمدن نه زياتو اثاثو لرلو په تور نيولې دې

قامې احتساب بيورو (نيب) د سندھ اسمبلي سپيکر او پيپلز پارټې رهنما آغا سيراج درانې د آمدن نه زياتو اثاثو لرلو په تورکښې نيولې دې۔

د سندھ اسمبلې سپيکر نن د اسلام اباد يو فائيو ستار هوټل نه ګرفتار کړې شوې او احتساب عدالت کښې وړاندې کولو سره پرې د درې ورځو راهدارې ريمانډ اغستې شويدې د کومې ورسته چې به اوس کراچې ته منتقل کولي شې۔

د نيب لخوا دې لړ کښې يو بيان ورکړې شوې دې چې پکښې ويلې شوي  دې چې په ملزم باندې د آمدن نه زياتو اثاثو تور دې، بلخوا پاکستان پيپلز پارټې ويلې دې چې د آغا سراج درانې معامله به د قامې اسمبلې غونډه کښې پورته کولې شې او دې نه علاوه د حزب اختلاف نورو ګوندونو سره به هم صلاح مشوره کولې شې۔

د نيب چارواکي وائې چې د ملزم په نيولو کښې د نيب کراچې ټيم سره د پنډې او اسلام اباد ټيم مرسته کړيده۔ چارواکو دا هم ويلې دې چې ملزم اثاثه جات ريفرنس  کښې د نيب کراچې ټيم څو وارې طلب کړې وو ولې نه په خپله وړاندې کيدو نه ئي دے لړ کښې څه وضاختې بيان ورکولو۔

د نيب حکام وائي چې موجوده وخت کښې د ملزم ګرفتارې د آمدن نه زياتو اثاثو ريفرنس کښې شويده او دا چې غير قانوني بهرتو او قامې خزانې مبينه ګهپلو په حقله به هم پلټنې کولې شې۔

د نيب چارواکو د کيس به اړه چئيرمين نيب جسټس ريټائرډ جاويد اقبال خبر کړيدې او هغه نه د ملزم وارنټ ګرفتارې جارې کولو استدعا کړې کومه چې منظوره کړې شوې۔

د قانونې پوهانو ترمخه د سپيکر څوکي يوه آئينې عهده ده او د آغا سراج درانې ګرفتارې ورسته به ډپټې سپيکر سندھ اسمبلې به ايوان چارې سمبالوې ولې سوال دا راپورته کيږې چې د اسمبلې غونډه کښې د ګډون دپاره چې هغه راشې نو د سپيکر په توګه به خپلې ذمه وارې ترسره کړې که نه؟

قانونې ماهرينو ترمخه د سپيکر سره دا اختيار شته دې چې هغه اسمبلې اجلاس کښې ګډون دپاره خپل پروډکشن آرډر ورکړې۔ آغا سراج درانې د پاکستان پيپلز موجوده حکومت کښې وړومبئ مرکزې رهنما دې څوک چې د آمدن نه زياتو اثاثو په تور کښې ګرفتار کړي شوې دې۔

بلخوا د پخوانې صدر او د پاکستان پيپلز پارټې شريک چئيرمين آصف علې زردارې د آغا سراج درانې د نيب لخوا ګرفتارې عندنه کړيده او ويلې دې چې دے ګام سره جمهورې نظام د خطرې سره مخ شوي دې۔

Show More

Related Articles