د دوايانو کمپنو د حکومت ټاکلې شوې نرخ نه سيوا د دوايانو نرخونو کښې اضافه کړيده

د دوايانو جوړونکي کپمنو هيلتھ  ریګوليټري اتهارټي ( ډريپ) لخوا د ټاکلې شوي نرخ نه زيات د دوايانو په نرخونو کښې اضافه شوې چې له وجې ئې دوايانې خرڅونکي اوعام اولس د ستونزو سره مخ شوي دي

عبدالستار

د دوايانو جوړونکي کپمنو هيلتھ  ریګوليټري اتهارټي ( ډريپ) لخوا د ټاکلې شوي نرخ نه زيات د دوايانو په نرخونو کښې اضافه شوې چې له وجې ئې دوايانې خرڅونکي اوعام اولس د ستونزو سره مخ شوي دي۔

څرګنده دي وي چې د تيرې مياشتې په لسمه نيټه د هيلتھ منسټري په وينا د هيلتھ  ريګولټري اتهارټي لخوا د انساني دوايانو په نرخونو کښې د نهه نه تر پينځلس فيصده پورې د اضافې امر جارې شوې ؤ او ويل شوې ؤ چې د جنورۍ مياشتې د وړومبې نيټې نه به د دوايانو په نرخ د نهه نه تر پينځلس فيصد پورې اضافه کولې شي خو ولې چې کله مارکيټ ته د دوايانو نوې نرخ راغلې نو په هغې کښې د پينځلس نه تر پينځوس فيصده ولې په ځينو کښې تر نوي فيصده پوري اضافه کړې شوي ده۔

په نرخونو کښې د سمدست اضافه له وجې په ټول ملک کښې شاوخوا د څلريشت زره دوايانو په نرخونو اثرغورځيدلې په کومو کښې چې انساني ژوند بچ کونکي دوايانې هم شاملي دي۔

دې لړ کښې د ميډيکل سټور مالک عرفان خان ټي اين اين ته وويل چې د دوايانو په نرخونو کښې د حکومتي اعلان څخه سيوا اضافه شوې چې ترمخه ئې د بلډ پريشر لپاره پکارونکي دوائي ( کوريچ ايچ) نرخ د پينځه څلويښت روپو نه تر پينځه نوي روپو ته رسيدلې۔

ده وويل چې هم دا رنګ د زنانؤ د رنځ لپاره پکارونکي ګولې( ټيبلټ) ډيپوسټان چې اول به په مارکيټ په زر روپو ترلاسه کيدو نوې نرخ ئې څوارلس سوۀ روپۍ ټاکل شوے دے۔

عرفان وويل چې په نرخونو کښې د اضافې ورسته مېډيکل سټورته د دوايانو اخستو لپاره ورتلونکې خلک له دوي سره په نرخونو شر کوي او وائې چې وړاندې به کومه دوائي په پينځه سوۀ اخستله هغه اوس په اته سوۀ روپۍ اخلو۔

عرفان د حکومتي وکدارانو څخه غوښتنه وکړه چې بايد هغوي خپله اضافه د ټاکلې شوي هدف پينځلس فيصده پوري محدود وساتي چې له وجې ئي عام اولس ته اسانۍ په لاس ورشي۔

په دې اړه د دوايانو په کمپنۍ کښې کارکونکې فارمسټ انعام زيب ټي اين اين ته وويل چې د دوايانو په نرخ کښې د اضافې لويه وجه د روپۍ په قدر کښې کمي او د ډالر لوړتيا ده ځکه چې د دوي کمپني له نورو هيودانو څخه پاکستان ته دوايانې راغواړي د کومو نرخ چې دوي ته په ډالرو کښې لګولې شي۔

انعام زيب په هيلتھ  وزارت د نیوکو کولو سرہ وویل چې د هيلتھ ريګوليټري اتهارټي لخوا د دوايانو يو نرخ ټاکلې شوې خو له دي باجود په مارکيټ کښې د خپلې خوښي نرخ چليږي د کومې په ضد چې تراوسه نه د څه کارروايۍ حکم راغلې او د خپلې پرېکړې نه د ورسته کيدو خبر رامخي ته شوې۔

ده زياته کړۀ چې نه خو د هيلتھ  منسټرۍ څانګې چارواکې د کمپنو دوره کوي او نه په مارکيټ د عام چليدونکې نرخ خبراخلي چې له وجې د نرخ د اضافې سره د دوايانو په معيار کښې هم کمي بيشې رامخي ته شوې دې۔

Show More

Related Articles