“قطر غواړي د پاکستان او هند د شخړې ختمولو لپاره د دريم ګړي کردار ترسره کړي”

وزيراعظم عمران خان ته د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني لخوا ټيلي فون شوي په کوم کښې چې هغۀ د پاکستان او هند ترمينځ د تاوتريخوالې ختمولو لپاره د دريم ګرۍ جوړيدو وړانديز کړې دې۔

د خارجه دفتروياند ډاکټرمحمد فيصل لخوا په ټوئټر خپور شوي پيغام کښې ويل شوي چې نن د قطر امير او وزيراعظم عمران خان ترمينځ ټيلي فوني اړيکه نيول شوي په کومه کښې چې د قطر امير د پاکستان لخوا د سرسګالۍ جذبې ترسيوري د هند پائلټ د خوشي کيدو ستائنه کړې ده۔

د خارجه دفتر وياند ترمخه د قطر لخوا په دواړو هيودانو په روان تاوتريخوالې کښې د کمي راوستو غږ شوې او ويل شوي چې قطرغواړي د پاکستان او هند د شخړې ختمولو لپاره د دريم ګړي کردار ترسره کړي۔

څرګنده دي وي چې د پاکستان او هند ترمينځ د تيرو څو ورځو راهسې په پوله تاوتريخوالې دوام لري چې پکښې د هند پوځيانو لخوا پرله پسې د لائن اف کنټرول خلاف ورزي کيږي۔

Show More

Related Articles