وزيراعظم : زه خپل ځان د نوبيل انعام حقدار نه ګڼم

د هندي پائلټ خوشي کيدو ته د امن پيغام نوم ورکړې شوې ؤ له کومې ورسته چې د هغه پلويانو وزيراعظم ته د نوبيل پرائيز ورکولو يو ټرينډ شروع کړې ؤ

وزيراعظم عمران خان ويلي هغه د نوبيل انعام حقدار نه دې ولې چې نوبيل انعام بايد هغه چا ته ورکړې شي څوک چي د کشميري اولس په خوښه د کشمير ستونزه هواره کړي۔

د نوبيل انعام لپاره د وزيراعظم عمران خان د نامزدګۍ مهم د سوشل ميډيا د لارې شروع شوې ؤ او بيا ورسته دې لړ کښې د قامي اسمبلۍ په سيکريټريټ کښې  يو قرارداد هم جمع کړې شوې ؤ۔

د نوبيل انعام ورکولو معامله د زيات په ورځ د وزيراعظم عمران لخوا د هغه هندي پوځي پايلټ ابهنندن د خوشي کيدو نه پس شروع شوې ؤه کوم د پاکستان ترواک لاندې کشمير کښې د جنګي الوتکي د تباه کيدو نه پس پاکستاني ځواکونو په خپله ولقه کښې اخستې ؤ۔

د وزيراعظم عمران لخوا د هندي پائلټ خوشي کيدو ته د امن پيغام نوم ورکړې شوې ؤ له کومې ورسته چې د هغه پلويانو وزيراعظم ته د نوبيل پرائيز ورکولو يو ټرينډ شروع کړې ؤ او د آن لائن پټيشن د لارې په لکونو خلکو په دغه لاس ليک کړې ؤ۔

همدارنګ د جمعې په ورځ د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدري لخوا دې لړې د قامي اسمبلۍ په سيکريټريټ کښې يو قرارداد هم جمع کړې شوې په کومه کښې چې وويل شوي وو” وزيراعظم عمران خان د پاکستان او هند ترمينځ په کړکيچ ختمولو کښې يو دانشورانه کردار ادا کړې بايد هغه په نوبيل انعام ونازولې شي”

خو ولې نن د ګل په ورځ وزيراعظم عمران خان د ټوئيټر د لارې په خپل پيغام کښې په ډاګه کړې چې هغۀ خپل ځان د نوبيل انعام حقدار نه ګڼي۔

څرګنده دي وي چې په پاکستان کښې د سوات سيمې سره تعلق لرونکي ملاله يوسفزۍ هغۀ يواځنۍ ميرمين ده چا ته چې د جينکو د تعليمي زده کړو لپاره په مبارزه کولو باندې په کال دوۀ زره څوارلسم کښې نوبيل انعام ورکړې شوې دې۔

Show More

Related Articles